د روژې احکام او مسايل

د روژې فرضیت :- په قران کريم کي الهي وينا ده:
( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ( البقره : ۱۸۳)
ژباړه : اې مومنانو ! پر تاسو د مخکينيو امتونو په شان روژه فرض شوې ده شاید تقوا غوره کړئ .
په دې ايت کي الله تعالی په دې امت د روژې فرضيت ته اشاره کړې ده اودا هم ويلي چي دا يوازي پر تاسو نه ده بلکي تر تاسو مخکينيو امتونو هم روژې نيولې او د الله تعالی همدا حکم له تاسو نه بغیر په نورو هم تطبیق شوی دئ .

همدا روژه د اسلام له پنځو بنسټيزو ارکانو څخه هم ده ، په حدیث کي دي :

عَنْ ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنهما قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: بُنِيَ الإِسْلامُ عَلى خَمْسٍ: شَهادَةِ أَنْ لاَ إِلهَ إِلاَّ اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ وَإِقامِ الصَّلاةِ وَإِيتاءَ الزَّكاةِ وَالْحَجِّ وَصَوْمِ رَمَضَانَ . (بخاري کتاب الايمان باب الايمان وقول النبي صلی الله علیه وسلم بنی الاسلام علی خمس حدیث نمبر : ۸ ، مسلم : ۱۲۰)

ژباړه : ابن عمر رضی الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل : د اسلام پنځه بنسټيز ارکان دي ، دا شاهدي ورکول چي له الله سبحانه وتعالی نه بغیر بل حقيقي معبود نه شته او محمد صل الله علیه وسلم د الله رسول دئ ، لمونځ کول ، زکات ورکول ، حج کول او د رمضان روژه نيول .

په يو بل حدیث کي دي:

عَنْ أَبي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أَنَّ أَعْرابِيًّا أَتَى النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم فَقالَ: دُلَّني عَلى عَمَلٍ إِذا عَمِلْتُهُ دَخَلْتُ الجنة قَالَ: تَعْبُدُ اللهَ لا تُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا، وَتُقيمُ الصَّلاةَ المَكْتُوبَةَ، وَتُؤَدِّي الزَّكَاةَ الْمفْروضَة وَتَصُومُ رَمَضانَ قَالَ وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لاَ أَزِيدُ عَلى هذا فَلَمّا وَلّى، قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم مَنْ سَرَّهُ أَنْ يَنْظُرَ إِلَى رَجُلٍ مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ فَلْيَنْظُرْ إِلى هَذا. (بخاري کتاب الزکات باب وجوب الزکات حدیث نمبر : ۱۳۳۳ )

ژباړه : له ابوهریره رضی الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يو بانډچی راغی ويې ويل : داسي عمل را ته په ګوته کړه چي زه يې وکړم او پرې جنت را کړل شي؟.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل : د الله عبادت کوه او هيڅ مه ورسره شريکوه ، فرض لمونځ کوه ، فرض زکات ورکوه ، د رمضان روژه نیسه . هغه وويل : په هغه ذات قسم ! چي زما روح يې په ولکه کي دئ پر دې به هيڅ زيات نه کړم ، نو کله چي هغه ولاړ رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل : که څوک دا خوښوي چي کوم جنتي کس وويني نو دې کس ته دي وګوري .

د قران کريم له دې ايت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې پورته ذکر شويو احاديثو دا خبره تر لمر ښکاره شوه چي روژه فرض ده او هر مسلمان به يې لازما نیسي ، رسول الله هر وخت د اسلام په پنځو ارکان کي ذکر کړې ده او هيڅ وخت يې هم له دې پرته نور ارکان نه دي ذکر کړي . له دې څخه د روژې اهميت او رزښت ښه څرګندېږي .
نور بیا ان شاءالله
#نداءالايمان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!