طالبانو دعزم په نوم عملیات په ټول هیواد کي پيل کړل

طالبانو نن سهار په پنځه بجې دعزم په نوم نیوي پسرلني عملیات دهیواد په بېلابېلو سیمو کي دجګړو په پيلولوسره پیل کړل.

دوه ورځي وړاندي طالبانو اعلان وکړ، چي دخیبر دعملیاتو تر پای ته رسولو وروسته به نوي عملیات دعزم په نوم پيل کړي، چي نن يې دهیواد په ګوټ ګوټ کي دجګړو په ترسره کولو سره پيل کړل.

راپورونه وايي، چي دهیواد په زیات شمېر سیمو کي له سهار راهیسي جګړې پیل شوي دي او لا اوس هم رواني دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لیږل شوي خبرپاڼه کې ویلي، جې نن له سهاره تر لسو بجو پورې یې د هیواد په مختلفو سیمو کې ۱۰۸ لوي او واړه بریدونه ترسره کړي دي.

طالبانو ویلي، چي دوی نن سهار دعملیاتو دپيل په لومړي وخت کي دامریکایانو مهم مرکز دباګرام هوايي اډه په ميزائیلو ويشتلې دې.

طالبانو ویلي، چي په باګرام یې دوه توغندي ویشتلي دي، چي داډې په منځ کي لګېدلي دي او ګڼه مرګ ژوبله يې بهرنیو عسکرو ته ور اړولې ده.

ددایکندي ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کي هم نن سهار وختي په یوشمېر پوستو بریدونه پيل شوي دي، چي ویل کیږي جګړه اوس هم ادامه لري.

دهلمند ولایت په بېلابېلو سیمو کي وسله والو طالبانو دعسکرو په یوشمېر پوستو او ګزمو بریدونه ترسره کړي دي، چي ویل کیږي، په سیمه کي سختي جګړې رواني دي.

دباباجي په کوفکي سیمه کي دعسکرو په پوستو بریدونه ترسره شوي دي، چي تراوسه یې دمرګ ژوبلي په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

طالبانو ویلي، چي دفراه په بالابلوک ولسوالۍ کي یې په دوو پوستو بریدونه ترسره کړي دي، چي ویل شوي، په سیمه کي جګړه اوس هم روانه ده.

دهرات ولایت له چشت شريفي ولسوالۍنه هم خبرونه ورکړل شوي، چي په سیمه کي جګړې رواني دي.

طالبانو دعزم په نوم پسرلني عملیات په داسي مهال پيل کړي، چي په دې وروستيو کي په بدخشان، غزني او هلمند ولایتونو کي پوځ او پولیسو ته درانده تلفات واوښتل.

دیادوني وړ ده، چي نن ټول هیواد په داسي مهال دجګړو شاهد دی، چي دګډ حکومت کابینه لا اوس هم بشپړه شوې نه ده او ددفاع وزیر په توګه څوک نه دي ټاکل شوي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button