دغزني په مرکز او ولسوالیو کي درندې جګړې ترسره شوي

طالبانو دعزم دعملیاتو دپيل په لومړۍ ورځ دغزني ولایت په مرکز او ولسوالیو کي پراخ تعرضي بریدونه ترسره کړي دي.

راپورونه وايي، چي نن سهار وختي طالبانو دولایت په مقام، ښاروالۍ، مستوفیت او نورو مهمو ودانیو توغندیز بریدونه ترسره کړي دي، چي دتلفاتو په اړه يې راپور نه دی وکرل شوی.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چي دغزني په مرکز، اندړو، دهیک، قره باغ، مقر، خوګیاڼو او نورو ولسوالیو کي په عسکرو، پولیسو او اربکیانو بریدونه ترسره شوي دي.

راپورونه وايي، چي دغزني مرکز ته څېرمه په شهباز سیمه کي طالبانو په عسکرو بریدونه ترسره کړي دي، چي په ترڅ کي يې یوشمېر عسکر ټپیان او وژل شوي دي.

ویل شوي، چي دغزني په ښار کي دپولیسو په پوستو هم بریدونه ترسره شوي دي، چي دمرګ ژوبلي راپور يې نه دی ورکړل شوی.

په اندړو ولسوالۍ کي هم دعسکرو او اربکيانو په مرکز او پوستو بریدونه ترسره شوي دي، په قره باغ ولسوالۍ کي په څو پوستو بریدونه شوي دي، په دهیک ولسوالۍ کي هم جګړې ترسره شوي دي، په خوګیاڼوولسوالۍ کي  دولسوالۍ په مرکز برید شوی دی.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button