د اوباما نیا ساره عمر عمرې ته تللې

عزم/د عرب نيوز خبر پاڼې د خبر په استناد د امریکې متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوبا نیا ساره عمر عمرې اداء کولو لپاره مکې معظمې ته تللې.
خبرځای زیاتوي چې له نوموړې سره خپل زوي او د اوباما تره سعید اوباما او لمسی يي موسی اوباما هم د عمرې ادا کولو لپاره تللي دي.
دغه راز ساره په مکې مکرمې نسیم کې د پیغمبر علیه سلام په اړه یو خاص نندارتون جوړ شوی وه دوي په ګډه له نندارتون څخه کتنه وکړه .
ساره عمر د سعودي حکومت له لوري د حرمینو توسیع او د پیغمبر علیه السلام په اړه نندارتون هم وستایل او حکومت نه يي وغوښتل چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې دغې ته ورته نندارتونونه جوړ کړئ،چې د نړۍ مسلمانانو او غیرمذهبي خلکو ته معلومه شي چې اسلام د امن او د یو والي دين دی، تشدد په اسلام کې نشته د خلکو هغه غلط افکار چې په ذهنونو کې ناست دي هغه لري شي د سائنس او انځورونو له لاري د
اسلام معتدل دين انځور کړي
حماس افغان.