بنګله دېش پاکستان ته په څلورمه ماته نوی تاريخ جوړ کړ

عزم/نن بنګله دېش ميرپور شېربنګلا لوبغاړي کې د بنګله دېش او پاکستان ترمنځ د کرېکټ یوازينۍسیالی وشوه پاکستان لوبډلې ته د بنګله دېش لوبډلې څلورمه ماتې ورکړه، پر پاکستان يي نوی تاریخي ریکارډ جوړ کړ .

لومړی پچه پاکستان لوبډلې وګټله د بیټینګ فیصله يي وکړه، پاکستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ایله ۱۴۱ منډې جوړې کړې، چې د بنګله دېش لپاره دا ډېر اسانه هدف وه، چې په ځوابي توپوهنه کې بنګله دېش ټاکلی هدف یوازې د دریو لوبغاړو په سوځېدلو سره په ۱۷ اورنو کې پوره کړ او پاکستان يي په څلورم ځل هم مات کړ .

د بنګله دېش لوبډلې شکیب الحسن ۵۷ منډې وکړې شبيررحمان ۵۱ منډي ناسوځېدلي پاتي شول ،تميم اقبال ۱۴ ، مشفق الرحيم ۱۹او سونیا سرکار پرته له دې چې منډې جوړې کړي وسوځېده .

عمرګل او وهاب ریاض یوه یوه وېکټه واخېسته .

پاکستان بيټنګ کې مختاراحمد ۳۷، حارث سهيل۳۰، محمدحفیظ۲۶،احمدشهزاد۱۷، شاهداپريدي لوبډلمشر۱۲او سهيل تنوير۸ منډې وکړې .

د یادونې وړ ده چې مستفيظ الرحمان دوه ، عرفات سني او تسکين احمد يوه يوه وېکټه واخیسته .

اوس مهال د پاکستان لوبډله بنګله دېش کې دی، دوه یو ورځنۍ او یوه ۲۰ اوریزه سیالی وکړه چې څلور واړه پاکستان وبايللې . سميع شینواری

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button