د توحيد درسونه لا پای ته ندي رسيدلي

لويس عطية الله
هغه مهال چې موږ ته خپلو شيخانو دا درس راکاوه چې اشاعره او ماتريديه مبتدعين او بې لارې دي، شيخ اسامه بن لادن رحمه الله خپلو پلويانو ته پلورل، پيرودل او تجارت ورښوده، خو دعبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه په طريقه باندې چې کله يې قافله دهغې دقيمت په لس چنده زياتې ګټې باندې وپيرودله چې په مدينه کې قحط وو او تاجرانو په همدومره لوړ قيمت وړاندې کړی وو
او امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله دهغې اوږدې او پرانيستې وينا او لکچر ورکولو ته تياری نياوه چې له ۱۱ سم سبتامبر به پيل کيږي او تر دې دمې به ادامه مومي دوينا عنوان (توحيد ديوه مفهوم په توګه او په ژوند کې دهغه عملي تطبيق). وو،
ورځې تيريدلې او موږ همدا زمزمه کول چې ماتريديه او اشاعره بدعتيان او ګمراهان دي، موږ وياړ کاوه چې ګواکې سهي توحيد او سمه عقيده زموږ ده، تردې چې د يوولسم ستمبر پيښه رامنځته شوه، موږ ترې داسې درسونه زده کړل چې که چيرته دستمبر پيښه نه وای رامنځته شوې شايد موږ نه وای زده کړي.
ناڅاپه موږ ته جوته شوه چې هغه څوک چې موږ يې ماتريديه بولو له موږ نه په توحيد ښه پوهيږي، موږ ته جوته شوه چې دايمان مفهوم له هغې ډير پراخه ده چې موږ يې ګمان کوو، موږ ته ښکاره شوه چې د توحيد په موضوع کې داسې مفاهيم شته چې په توحيد الاسماء والصفات کې زموږ له اختلافاتو څخه ډير مهم دي، موږ ته جوته شوه چې توحيد العبادة هغه اصل دی چې بايد زموږ ژوند پرې راوڅرخي، او موږ ته د توحيد الاسماء والصفات دفهم سمه طريقه راښيي .
طالبانو چې کله بودا بوتان مات کړل موږ ته يې په توحيد کې لومړنی درس راکړ چې په پيل کې يې موږ له فهم څخه عاجزه وو، او ډير نه پوهيدل چې طالبانو دغه بتان د توحيد دهسک غره امام حمود بن عقلاء الشعيبي رحمه الله دفتوی په استناد نړولي دي.
خو هيڅ باک نلري دتوحيد مبتدي طالب يو ستر او دوامداره درس ته اړتيا لري، يوولسم ستمبر راغی، ستره هيښوونکې پيښه رامنځته شوه، دتوحيد عملي او مفته وينا د مجاهد امام امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له لوري…
(موږ به هيڅکله يو مسلمان کافر ته ونه سپارو، ولو که دافغانستان زمکه چپه راواوړي.)
(الله له امريکا نه ډير قوي او لوی دی او هماغه زموږ مرستندوی دی.)
د امريکا خوښه چې هر څه کوي وديې کړي موږ دالله رسی کلکه نيولې او دا عقيده لرو چې نصرت دالله له لوري دی.)
( زه دوو وعدو ته منتظر يم يوه دالله وعده ده او بله د بوش وعده، خو دالله وعده حقه ده او دبوش وعده باطله ده، او موږ ته به يوازې هغه څه رسيږي چې الله راته ليکلي).
الله اکبر! آيا دا ملا عمر دی او که ابو بکر الصديق ؟
پدې توګه امام ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله موږ ته دتوحيد حقيقت راوښود، بلکه د توحيد الاسماء والصفات معنی يې راته تشريح کړه، دتوحيد الاسماء والصفات د نظري درسونو دزدکړې پرمهال موږ پدې آموخته شوي وو چې پدې اړه ژور مسائلو ته ننوځو، او بدون له فهم څخه يې تکرار کړو، ( چې الله جل جلاله چې په کومو صفاتو ځان موصوف کړی له تأويل، تکيیف او تعطيل پرته ايمان پرې لرو.) خو حقيقتا يې موږ دتوحيد الاسماء والصفات له اساسي مقصد څخه ناخبره وو، موږ نه پوهيدو چې الله له موږ څخه څه غواړي چې کله دا خبر راکوي چې هغه جل جلاله قوي او برلاسی دی، او هغه غالب او دحکمت څښتن دی، او هغه اوريدونکی او ليدونکی دی.
دنورو نافهميو سربيره موږ له خپلو حقيقي ستونزو هم ناخبره پاتې وو چې مهم يې : ترک دجهاد دی، موږ خو له اشاعره او ماتريديه و سره دابن تيميه معرکې يادولې، او دا مو له خپلو لومړيتوبونو څخه ګرځولې وې، خو له دې څخه غافله وو چې دخپل عصر لومړني مشکل ته پام وکړو، هغه دا چې ګرد اسلامي امت دغرب له لوري اشغال دی، او دا چې لومړنی هغه معرکه چې بايد موږ ورودانګو هغه داشغالګرانو په ضد دجهاد معرکه ده.
دتأويل او تعطيل قضيې ته چې ابن تيميه ډير پام کړی هغه ددې له امله چې دهغې زمانې له ضرورياتو څخه وه، خو ابن تيميه بيا هم له خپلو لومړيتوبونو څخه نه وه ګرځولې، ځکه کله چې دتاتاريانو په ضد دجهاد اړتيا پيښه شوه، ابن تيميه د لښکر په سر کې اووت.
نو ددغې زمانې شيوخ دابن تيميه له اقتداء څخه کوم لور ته روان دي هغوی چې تراوسه د جهاد دځنډولو نارې وهي، او ټول پام يې (عمومي جهاد) ته اړولی چې هغوی په درواغو سره نومولی، بلکه حتی دهغه چا په مبدا باندې چې عقيده يې خپل لومړی اهتمام ګرځولی خو له دې څخه ناخبره يو چې عقيده بايد څنګه وي، او دا ګمان کوو چې له اشاعره و او نورو فرقو سره نښتې زموږ دژوند اصل دی! موږ له اشاعره و سره داسماء او صفاتو په اړه داختلافاتو دغوڅولو څرنګوالي ته پام ونکړ.
په توحيد الاسماء والصفات کې زموږ په طريقه اختلاف له موږ څخه دمستشرقينو يوه ښايسته کافي جوړه کړه، هغوی چې له موږ څخه په احاديثو کې زياته پوهه لري خدمت يې کوي خو په اسلام ايمان نه لري.
ته چې کله الله تعالی ته د (سمع) صفت ثابتوې او دا وايې چې موږ په دې ايمان لرو چې الله جل جلاله سميع دی (کما يليق بجلاله وعظمته) دا تاته هيڅ ګټه نه رسوي ترڅو چې دغه ايمان ستا په سلوکياتو اغيز پرې نه باسي او تا داسې جوړ کړي چې په خپلو خبرو کې پام وکړې ځکه چې الله دې څاري او خبرې دې اوري.
هغه څوک چې دا ايمان لري چې الله (بصير او ليدونکی ) دی يوازې دا ګټه نلري چې دومره ووايې چې بلا تعطيله بلا تأويله او بلاتکييفه ايمان پرې لرم، خو په افعالو کې دا استحضار ونکړي، چې الله مې خبرې اوري او کړنې مې څاري.
همدغه راز هر هغه څوک چې دا وايې چې الله (قوي) دی نو تکلفاتي عبارتونو هيڅ ګټه نه ورته رسوي که چيرته عملا دا سې تصرفات کوي چې ګواکې امريکا له الله تعالی څخه قوي ده! هغه څوک چې دا زعم کوي چې الله (غني) دی نو تکلفاتي عبارات هيڅ ګټه نه ورته رسوي چې يقين يې دا وي چې روزي د آل سعود په لاس کې ده، او يا دا يقين ولري چې د نړيوالې ښيرازی تکيه په امريکا باندې ده.
هغه څوک چې دا وايې چې الله (عليم ) دی تکلفي عبارتونه څه نفعه نه ورته رسوي چې هغه خپلې ټولې هڅې دخپل مصلحت لپاره مصرفوي، او په داسې کارونو او خبرو پسې ګرځي چې دطاغوتانو درضا سبب ګرځولي.
نو چې کله په ماتريديت تورنو کسانو دالله په صفاتو او اسماؤ ايمان حقيقتا تمثيل کړی دهغوی فکر، دهغوی خبرې دهغوی افعال پدې اساس راڅرخي چې الله سميع دی، بصير دی قدير دی قوي دی غالب دی، غني دی، رازق دی حکيم دی، ټول به هغه ته ورګرځو، نو همهغوی دتوحيد څښتنان دي او همهغوی هغه کسان دي چې د (لا اله الا الله) پکې په حقيقي توګه متمثله ګرځيدلې که څوک هرڅه پسې وايې وايې دې، بلکه همهغوی هغه کسان دي چې د توحيد الاسماء والصفات يې په حقيقي بڼه عملي کړی، سره له دې چې په سلفيت وياړ کوونکي دهغوی په ضد خپلې خولې پرانيستي په داسې حال چې په خپله د توحيد الاسماء والصفات څخه ناخبره دي ځکه چې په ژوند کې عملي کړي نه دي.
د ايمان په مسئله کې وروستی او ترټولو سخت امتحان شتون لري چې په اوچت معيار کې توحيد ترې جوتيږي پدې ازموينه کې منافق په ښکاره رسوا کيږي، دا ازموينه هغه مهال راځي چې په امتحان کې رښتونې مبارزه پيل شي چې آيا دخپل نفس او مال برخه وړاندې کوي او که دالله خوښه ورباندې مقدم کوي؟ داسې چې په يوه لحظه کې انسان بايد دا پريکړه وکړي چې آيا ځان دالله لپاره قربانوي او که نه؟ هيڅ امکان نلري چې يوڅوک دې خپل نفس دالله لپاره نذرانه کړي څو چې رښتونی مؤمن او موحد نه وي، چې په دې يقين ونلري چې له دنيوي ژوند سمدستي وروسته دالله رضا ته ورګرځي، دا هغه يقين دی چې عمير بن حمام رضي الله عنه په عملي بڼه وړاندې کړ چې کله يې د څو خرماګانو خوراک اوږد ژوند وباله چې د آخرت دنعمتونو او دالله تعالی درضا په وړاندې يې خنډ ګرځي، (يا رسول الله آيا زما او دهغه ترمنځ يوازې دا پاتې دي چې زه دغه خرماوې وخورم؟ دا خو ډير اوږد ژوند دی!!
هغه څوک چې دا پريکړه کوي چې خپل نفس، مال، نوم، روح او زړه دالله په لاره کې قربانوي دتوحيد حقيقت ته رسيدلی نو هغه څوک چې خپله ټوله پاچاهي دالله تعالی درضا لپاره نذرانه کوي هغه به څنګه نه وي رسيدلی؟
دا امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله دی او دا د توحيد دحقيقت په اړه دهغه مفت درس دی، ډيرې سختې ورځې وې، چې کله يې دافغانستان پنځه زره علماء راټول کړل او له هغوی څخه يې دشيخ اسامه رحمه الله دمسئلې په اړه مشوره وغوښته، طبعا د بن لادن دسپارلو موضوع هيڅ مطرح نه وي، خو په دې کې اختلاف وو چې آيا په افغانستان کې پاتې شي او که دا غوښتنه ترې وشي چې افغانستان پريږدي، آيا تاسې د طالبانو دعلماؤ د راټوليدو ورځې ياديږي؟ درې ورځې دنړی په لر او بر کې په مؤمنانو باندې له سختو ورځو څخه وې، موږ په دې ويريدلو چې خدای ناخواسته داسې يوه پريکړه ونشي چې په ټولو ځايونو کې دايمان څښتنان خپه کړي، خو دالله په فضل موږ د ازميښت له ورځو بريالي تير شوو، او ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله دعلماؤ په مشوره په افغانستان کې دشيخ اسامه دپاتې کيدلو ته ترجيح ورکړ، ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ته به ډير خلک ورتلل او له هغه څخه به يې غوښتنه کوله چې اسامه بن لادن وشړي، نو هغه به په ځواب کې دا آيت کريمه ورته لوسته: )ولا تهنوا ولا تحزنوا وأنتم الأعلون إن كنتم مؤمنين(
تاريخه ثبت يې کړه… شخصا زه دا عقيده لرم له ابوبکر صديق رضی الله عنه وروسته يو مسلمان پداسې موقف کې نه دی دريدلی په کوم چې ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله دريدلی، او ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله پکې په ممتازه درجه کاميابه شو، او لومړی مقام يې وګاټه ځکه پدې سخت ازموينه کې هيچا ورسره سيالي ونکړه، تاريخ به هيڅکله دا نه وي ثابته کړي چې د يوه سړي له امله دې ټوله پاچاهي ځار کړل شوې وي، تاريخ داسې ډيرې پيښې ثبت کړي چې بيلابيل پاچاهان دمختلفو اسبابو له امله له پاچاهي څخه تنازل کړی، خو دا چې يو کامل هيواد دې ديو تن په اړه ديوه دريځ نيولو له امله له منځه وړل شوی وي دا هيڅکله ندي ليدل شوي، که نه وي له تاريخپوهانو څخه پوښتنه وکړئ.
ملا صيب دا دريځ ولې ونيو؟ دا په توحيد کې دملا صيب له لوري ټول اسلامي امت ته مفت درس دی، موږ ته مفت دی، متاسفانه چې ملا صيب يواځې طالبان پرې مکلف کړل، آیا په طالبانو کې يوازې ملاصيب هغه څوک وو چې موږ ته يې دا مفت درسونه راکړل، هيڅ کله نه، طالبان ټول په توحيد کې استاذان دي.
له ملا عبد السلام ضعيف څخه داسلامي امارت له سقوط وروسته وپوښتل شول تاسې چې داسامه په اړه کوم دريځ ونيوه، او دهغه له امله دومره زيان درته ورسيد آیا تاسې پرې پښيمانه ياست؟ هغه په پوره ثبات او اطمينان سره دا ځواب ورکړ: نه ، موږ دخپل دين په مقتضی باندې عمل کړی، او څه مو چې په وس پوره وو هغومره مو کړي، او که بالفرض په موږ دا پيښې بيا ځلې رامعاد شي بيابه هم موږ هيڅکله خپل دريځ ته تغير ورنکړو.
اصل توحيد دغه ای د توحيد او دعقيدې دشعارونو زمزمه کوونکيو! همدغه هغه خلک دي چې دامامت دلقب وړتيا لري، ځکه امامت في الدين په صبر او يقين سره ترلاسه کيږي، او همدغه خلک صابران او په الله پوره يقين کوونکي وو، والله حسيبهم.
يوه شيخ صيب ماته ددغو پيښو پرمهال په ګف کې دا ويل: زه دالعقيده الطحاويه دشرحې ليکل پريږدم او په (شرح العقائد النسفيه ) يې بدلوم، دا هغه کتاب دی چې طالبان يې په خپلو مدرسو کې لولي.
دا ټول هسې د ټوکې په توګه که نه وي الحمد لله موږ په اسماؤ او صفاتو کې سلفيان يو، خو طالبانو موږ ته له دهغو اختلافي مسائلو سره دتعامل کيفيت راوښود چې اختلاف پکې جواز لري، او دا چې دالله لپاره زموږ ولاء او براء بايد تر توحيد پورې مقترنه وي، او اصل توحيد توحيد العبادت دی.
له همدې امله موږ سلفيان شروع شوو په هماغو مجالسو کې چې به مو پکې اشاعره او ماتريديان بدعتيان بلل په هماغو مجلسونو کې دا خبرې کوو( له طالبانو سره يوازې مؤمن محبت کوي او له طالبانو څخه يوازې منافق، رافضي، او کافران کرکه لري).
دا عملي درسونه دي چې الله جل جلاله پرې په خپلو بندګانو حجت قائموي، نو په هغه وخت کې چې موږ ګورو هغه شيخ چې له نوم مخکې دا (فضيلة الاستاذ، الشيخ، الدکتور …) مختاړي لګيدلي موږ يې ګورو چې دهغه طاغوت په وړاندې چې شريعت تحريفوي سود روا بولي له يهودو او امريکايانو سره موالات کوي دتعظيم او درناوي په موخه دريږي، ترڅو يې مدحه اوستاينه وکړي، بيا موږ دغه شيخ ګورو چې دطالبانو په اړه ليکنه کوي دهغوی عقيده څيړي او وايې چې طالبان په الاسماء والصفات کې ماتريديه دي، خو له دغه شيخ څخه خپل ځان هير وي بايد چې موږ ترې پوښتنه وکړو او له ځان سره ووايو، چې زموږ ستا عقيده څنګه توصيف کړو هغه مهال چې ته دطاغوت ستاينه کوې، په درواغو په هغه باندې سپيڅلي صفتونه تطبيقوې، او له يهودو سره دورولی هڅې ستايې.
په همدې وخت کې موږ هغه خلک ګورو چې تاسې ورته ماتريديه وايئ او دعوه کوئ چې په عقيده کې يې خلل دی، موږ يې ګورو چې امريکايې کفارو ته هغه چې ستا دممدوح کوچني طاغوت بادران دي په زغرده دا ورته وايې چې نه هيڅکله نه (موږ به هيڅکله يو مسلمان کفارو ته ونه سپارو ولو که دافغانستان زمکه چپه رااوړي).
آيا دا عملي درس نه دی چې موږ ترې معلومولی شو چې موحد څوک دی او غير موحد څوک؟ او څوک په ابراهيمي ملت او څوک دبلعم بن باعورا په منصب ناست دي؟
ای الله ستا مجاهدو بندګانو خپل ټول شته ستا درضا په خاطر په تا او ستا په نبي صلی الله عليه وسلم باندې دايمان لرلو له مخې قربان کړل، ای الله ته ددوی جهاد پوره وګرځوه، په هغوی باندې صبر توی کړه، په هغوی باندې رحمتونه نازل کړه، دښمن يې په زمکه ننه باسه، او په خپل قهر يې اخته کړه او غضب يې اخته کړه، ای الله دمجاهدينو په نصرت زموږ په ژوند کې سترګې يخې کړه، ددښمنانو تباهي او بربادي يې په خپل ژوند کې راووينه. ای ربه.