د موبایل زیات کارول ځوانان په ذهني کمزوریو اخته کوي

په اوس وخت کې په هر هېواد کې موبایل ته اړتیا لیدل کېږی او د ژوند یوه برخه ګرځېدلې ده. که څه هم یو شمېر خلک یې په برېښنايي ځغل کې نوی پرمختګ بولي، نړۍ یې تر لوېشت او ګزه را لنډه کړې ده، د اوونۍ کار په ثانیه کې کوي، له زرو او سلو تاوان یې لسو او پنځو ته راکم کړی دی؛ خو د دې ټولو ګټو تر څنګ، د موبایل په استعمال سره ځوان نسل په روزنیز ډګر کې له تاوان سره مخ دی.

دمخه د کلیفورنیا یوې روغتیايي ادارې په الیکترونیکي پوهه د موبایل زیات استعمال د انسان لپاره تاواني بللی ؤ، خو اوس د هغه وخت په پرتله یې، چې یادې ادارې بې سروې کړې وه، پنځه چنده تاوان زيات شوی دی او ځوان نسل سل په سلو کې د موبایل په استعمال سره په تاوان کې روان دی.

د کلیفورنیا د روغتیا ادارې د موبایل په اړه ویلي و چې د راډیو په څېر د څپو په شکل یې غږ انسان ته رسېږي، د جسم د نورو برخو په پرتله یې پر دماغو او د زړه پر قوت بد اغېز زياتوي.

د راډیو څپې له ځان سره هغه څه لېږدوي چې که له انسان سره څو اوونۍ نږدې کېښوول شي انسان په ذهني کمزوریو اخته کېدای شي.

د نړیوال سازمان روغتیا ادارې په خپله نوې سروې کې ويلي دي چې د ورځې په نسبت لکه څرنګه چې غږ په لوړو څپو انسان ته رسېږي، دا ډول د موبایل تاوان هم د ورځې په نسبت د شپې له پلوه انسان ته زیات تاوان رسوي.

د روغتیا پوهانو په نظر، موبایل د ګټو تر څنګ بېلابېل تاوانونه هم لري، خو د ځوانانو لپاره چې د زده کړې وخت مبایل ته ورکوي اوهم یې په زیات استعمال سره پوهه په څو برخو وېشل کیږي، په ذهنو کمزوریو هم اخته کېږي.

لکه څرنګه چې د انسان ذهن د موبایل د استعمال پر مهال په څو برخو وېشل کیږي، دا ډول یې په پوهه هم اغېز کوي. د تعلیمي ادارو د معلوماتو له مخې، په نړیواله کچه د موبایل په استعمال سره د ځوان نسل په پوهه کې ٣۰ سلنه کموالی راغلي دی.

دمخه د کلیفورنیا د روغتیايي ادارې مشر، ډاکټر کیرن سمیت، ویلي و چې د موبایل زیات کارول روغتیا زیانمنوي. خو اوس روغتیا پوهانو ثابته کړه چې انسان او په ځانګړې توګه ځوان نسل، چې دماغ یې لا د ودې په حالت کې وي، د موبایل په زیات استعمال سره په ذهني کمزوریو اخته کېدای شي، چې وخت پر وخت غوسه، نااميدي، سوچونه او خيالونه یې جوت ثبوت ثابتېداى شي،

لیکنه: ډاکټر فصيح الله عمرزى

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button