ای پي ایل؛ چینايي پایلوبې ته ورسېده؛ نن به ممبۍ او لکنو سره مخ شي

عزم (چهارشنبه، ۳/۳/۱۴۰۲): د هندوستان غوره لیګ په لومړۍ پلې اف لوبه کې چینايي لوبډلې ګجرات ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېده.
د لوبې پچه ګجرات وګټله خو د لومړۍ توپوهنې بلنه یې چینایي ته ورکړه، چې دا پرېکړه ناسمه تمامه شوه.
چینايي لوبډلې ښه پیل وکړ او د لوبې تر پایه یې توپوهونکو مسؤلیت واخیست. دوی په ټولو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۷۳ منډې هدف وټاکه.
روت راج ګیکواډ ۶۰ او ډيون کانوې ۴۰ زیاتې منډې جوړې کړې.
د ګجرات له لوري شامي او موهیت شرما ۲،۲ خو راشد خان، نیلکنډي او نور احمد بیا ۱،۱ وېکټه واخیسته.
ګجرات ښه پیل ونکړ د ۲۰م اور تر پایه یې ټول لوبغاړي په ۱۵۷ منډو وسوځېدل.
په دې سره چینايي لوبډلې په ۱۵ منډو بریا خپله وکړه.
ګجرات ته تر ټولو زیاتې منډې شوبمن ګیل ۴۲ او راشد خان ۳۰ وکړې.
د چینايي لپاره دیپک چاهر، تیکشانا، جدیجا او پاتیرانه ۲،۲ وېکټې واخیستې.
د لوبې غوره لوبغاړی ګېکواډ و.
په دې سره چینايي لوبډله چې د جدول دوهم مقام کې وه، پایلوبې ته ووتله.
نن به په دوهمه لوبه کې ممبۍ او لکنو لوبډلې سره مخ شي، چې ګټونکې به یې له ګجرات سره سیالي کوي او بیا به د پایلوبې لوبډله معلومیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button