د زونونو په کچه د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالي پیلیږي

عزم (چهارشنبه، ۳/۳/۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د زونونو په کچه د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ پیلوي.
دغه سیالۍ چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ به د ننګرهار ولایت په دوو کرکټ لوبغالو کې پیل او د جون میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې به دوام ومومي؛ پرون یې د لوبډلو نوملړونه اعلان شول.
د ۵ واړو زونونو د منتخبو لوبډلو په نوملړونو کې ټول ځوانان او نوي لوبغاړي دي، چې بند امیر، مس عینک، بوست، سپین غر او امو لوبډلو کې به ولوبیږي.
په دغه جام کې به ټولې لس لوبې او یوه پایلوبه وشي.
د کرکټ بورډ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دغه لوبې به د ننګرهار په دوو لوبغالو کې ترسره شي.
باید وویل شي چې تېره اونۍ د زرغون افغانستان جام یو ورځنۍ سیالۍ هم ترسره شوېږ
هېر دې نه وي چې د میرویس نیکه له درې ورځنیو سیالیو وروسته به د زونونو په کچه څلور ورځنۍ (فرسټ کلاس) او د همدې کال په وروستیو کې لېسټ اې سیالۍ ترسره شي.