مسلمان ته د کفر نسبت کول د هغه د وژلو انډول ده

پر مسلمان ورور لعنت ویل او یا د کفر نسبت ورته کول، د مسلمان د وژلو (قتل بغیر الحق) په کچه ګناه لري .

عَنْ ثَابِتِ بْنِ الضَّحَّاكِ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ مَنْ حَلَفَ بِمِلَّةٍ غَيْرِ الْإِسْلَامِ كَاذِبًا فَهُوَ كَمَا قَالَ وَمَنْ قَتَلَ نَفْسَهُ بِشَيْءٍ عُذِّبَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ وَلَعْنُ الْمُؤْمِنِ كَقَتْلِهِ وَمَنْ رَمَى مُؤْمِنًا بِكُفْرٍ فَهُوَ كَقَتْلِهِ: رواه البخاري هَذَا حَدِيثٌ مُتَّفَقٌ عَلَى صِحَّتِهِ ، شرح السنة للبغوي .

ژباړه : حضرت ثابت بن الضحاک رضی الله عنه له نبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړیدی ، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چې د اسلام له دین څخه پرته پر بل دین باندي په درواغو قسم واخیست نو دﺉ همغه سي شو ، څوک چې په خوښی خپل ځان په کومه وسیله ووژني په دوزخ کې به په همغه توګه سزا وګالي ، په مسلمان لعنت ویل د هغه له وژلو سره انډول ده ، مؤمن ته د کفر نسبت کول د هغه له وژلو سره انډول ده .

لومړی مطلب : ددې حدیث شریف په مطلب کې د دین پوهانو مختلف نظرونه ورکړي دي ، صورت یې داسي دی (که څوک ووایې : که زه باغچې ته تللی وم زه به هندو یم ، یهودي یم ، نصراني یم) په داسي حال کې چې دﺉ باغچې تللی هم دی ، ځینې عالمان په دې نظر دي چې دا سړی هندو ، یهودي ، نصراني چې څه راز یې ویلې په همغه شان کافر شو ، د بخاري شارح علامه ابن بطال رحمه الله او له ده سره ګڼ شمیر عالمان په دې نظر دي چې په داسي ویلو سره سړې غټه ګناه وکړه خو کافر نه دی ، دا حدیث تغلیظي دی چې خلګ له داسي ویلو څخه دتل لپاره ډډه وکړي ، امام اعظم ابو حنیفة رضی الله عنه پرېکنده حکم کړیدی چې په دې سړي قسم واوښت د هغه فدیه دي ورکړي .

دویم مطلب : د دماغي توازن د صحت په مهال له پوهي او ادراک سره سره که څوک په قصدي توګه ځان د هر شي په مټ ووژني دمثال په توګه ځان ځوړند کړي ، زهر وخوري ، په چاړه یې ووهي ، په ټوفک یې وویلي ، له لوړي کانګرې یې را وغورځوي ، ځان ته اور واچوي ، په پرېکنده باور سره به دوزخ ته ځي او هلته به په همغه څیر ټاکلې سزا ګالي لکه په کوم کیفیت اوکمیت چې ده په دنیا کې ځان ته غوره کړې ده ، که دا فکر کوي چې په دې کار به له ستونز من ژوند څخه خلاص شم دده دا فکر سر چپه دی اوس یې ځان په ستونزو کې ښکېل کړ ، دا له دې امله دی چې په شرع کې له شریعي پریکړي پرته د بل انسان وژل څومره جرم ګڼل کیږي همغومره ګناه د ځان وژل هم لري .

دریم مطلب : څوک چې مسلمان باندي لعنت وایې ددې معنی داده چې دﺉ دي دخدای جل جلاله له رحمت څخه بې برخي پاتي شي ، داسي نا هیلي د چا لپاره غوښتل د هغه د وژلو په کچه ګناه لري .

څلورم مطلب : څوک چې بل ته ووایې ای ! کافره یا بل داسي لفظ چې دې ورته وي نو لومړی داسي لفظونه ځي چا ته ویل شوي دي د همغه انسان پلټنه کوي که په ر یښتني توګه کافر وو ، نو هغه خپل ځای ته ورسېد ، او که داسي وو چې هغه سپېڅلی مسلمان وو نو دې لفظ هلته ځای ونه موند، د هغه وبال (ګناه) بیرته راګرځي دې سړي ته چا چې ویلی دی، نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم دا دمؤمن له ناحقه وژلو سره پرتله کړیدی یعني دهغه نا حقه وژل چې څومره جرم دی په همغه کچه به ده ته سزا ورکړله شي.

لیکوال: قاري حکيم الله صابري

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button