د کوچنيانو او زلمیو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندیتوب

ټکنالوژۍ موږ ټولو لپاره پراخه نړۍ راپرانيسته، د انټرنېټ له يوې اړيکی سره انسان کولای شي د نړۍ بیلابيلو څنډو ته ولاړ شي، او بې شمېره وسايلو، آسانتياوو او زيرمو ته لاسرسی پيدا کړي. سره لدی چې د انټرنېټ او آنلاين نړۍ له ګټو سترګی نه پټيږي، او نه په نننۍ نړۍ کې لدې وسيلې پرته ژوند کيږي، خو له دومره ګټو سره دا نړۍ نیمګړتیاوی هم لري، او ورڅخه د بهتره ګټې اخيستنې لپاره اړتيا ده چې موږ ځينو لارښوونو او مشورو ته غوږ شو.

موږ دلته د ماشومانو او ځوانو کاروونکو آنلاين خوندي ساتلو او بهتره استعمال په اړه د ليکنو لړۍ بيا پيلوو، دا ليکنې په اساسي توګه د دې صنعت متخصصينو وړانديزونو، د ملګرو ملتونو د مخابراتو نړيوالې اتحاديې او نورو اړونده لارښودو او بهتره استعمال لارو چارو په رڼا کې ليکل شوي دي، چې کولای شي له استعمالوونکي سره د دی وسيلو په بهتره استعمال کې مرسته وکړي.

ټکنالوژي پخوا هم مهمه وه، خو د کرونا وبا له کبله يې ارزښت نور هم ډير شو، اوس بحث دا نه دی چې له ټکنالوژۍ پرته څرنګه ژوند وشي، بلکه دا دی چې څرنګه ترې بهتره ګټه واخلو. له کرونا سره څيړنو يو بل اړخ هم روښانه کړ، هغه هيوادونه چې وکولای شو له ټکنالوژيو يې په زده کړو، روغتيا، دولتدارۍ او نورو چارو کې بهتره ګټه واخيسته، له کرونا او اړونده قيوداتو څخه په ناوړه توګه نسبتاً کم اغيزمن شو، د هغوی په پرتله چې له دې وسايلو يې بهتره ګټه وانخيسته، آن په اقتصادي توګه ډيرو هيوادونو د دغې ناوړه ګټه اخيستنې له کبله تاوان وکړ.
پدې ليکنو کې موږ پر دې وغږيږو چې د ماشومانو لپاره د ټکنالوژۍ وسيلې تر ټولو لومړی عمر کوم يو دی، ماشوم په کوچنيوالي کې د اتکا ژوند لري، هغه له خپل خوراکه نيولې تر پاکولو او لوبو هر څه لپاره پر مشرانو متکي وي، پر لومړي ځل دې کوچني ته بايد څه وخت سکرين (د ټکنالوژۍ وسيلې مخ) ورمعرفي شي.

ډير والدين د خپلو اولادونو آرامولو لپاره دوی ته ټليفون يا آی پيډ ورکوي، دې ته خوښ وي چې په فزیکي توګه دا ماشومان د دوی مخې ته د خونې په يوه کونج کې ناست دي، خو دې ته نه ګوري چې دوی آنلاين چيرې تللي دي، له آنلاين خوندتيا سره د دې وسيلو د ماشوم پر مغز، کړوړو او عادتونو اغيزه څه ده.

د ټکنالوژيانو يوه اصطلاح ده، چې که څوک مرګ غواړي نو له کوچني يا زلمکي (جنۍ/ هلک) څخه دې بې وخته ټليفون واخلي، چې له څومره ژړاوو او قهر سره به مخ شئ.

دې لړۍ کې ماشومانو، د هغوی والدینو او وليانو او په عموم کې ټولنې او نورو اړونده ادارو لپاره لارښوونی او وړانديزونه شته چې څرنګه په خپلو کورنيو او ټولنو کې د دې وسيلو ښه استعمال وهڅوي، بهتره ګټه ترې واخلي او آنلاين نړۍ او د انټرنيټ نور منابع د خپلې ودې، اړيکو، زده کړو او پرمختګ لپاره وکاروي.

زموږ د ليکنو لومړۍ برخې د ماشومانو لپاره دي، بحث لدې پيلوو چې په لومړي ځل څرنګه دوی له دې وسيلو سره بلد کړو او دوی وهڅوو چې د فزيکي نړۍ په څير په خپلو آنلاين چارو کې هم تاسې دخيل کړي.

woman in white shirt holding black ipad

دا لیکنی په عمومي توګه نړيوالو لارښوونو او بهتره استعمال په رڼا کې ليکل شوي، د هغو هېوادونو له تجاربو درس اخيستل شوی چې ټکنالوژي يې د ښوونی او روزنی، تجارت، ټولنيز ژوند، ساعتيریو، لوبو او نورو برخه ده، او په افغانستان کې د ټکنالوژئ پراخيدونکي استعمال له کبله موږ هم په هماغه لور روان يو، بهتره ده چې زموږ ماشومان او د هغوی وليان د دې وسيلې پر بهتره او ښه استعمال پوه شي.

دا ليکنی يوازې د ماشومانو او ځوانانو لپاره نه دي، زموږ په هېواد کې چيرې چې حکومت يوازې شمېرو پسې منډې وهي، دلته د مشتري د خوندتيا ميکانيزمونه او د خدمت عمومي زيربناوی ډيرې ضعیفه دي، دا لارښود او کړنلارې د استعمالوونکي، کورنيو، ملګرو او نورو اړونده سره مرسته کوي، تر څو څرنګه ځان وساتي او که چيرې له يوه ناغوښتي حالت سره مخ شو، څه بايد وکړي.
شمیره د براډ بينډ انټرنيټ‌ په پرتله ډيره لوړه ده. د اسټراليا شميرې ښيي چې په ۲۰۱۵ کې د ۸ او ۱۱ کالو عمرونو ۳۵٪ ماشومانو له ځان سره ګرځنده ټليفون درلود، چې د ۲۰۰۷ کال په پرتله دا شمېره دوه چنده لوړه ده، لدې شمېرو څخه ښکاري چې ځوانان او ماشومان به په ډيريدونکي توګه له ټليفون او ټبليټ په شمول له ګرځنده وسيلو څخه انټرنېټ ته لاسرسي لپاره کار اخلي.

Two kids using tablet pc under blanket at night. Cute Brothers with tablet computer in a dark room smiling. Too entertained to sleep

ډيجيټل وسيلی
ماشومان او ځوانان انټرنېټ ته لاسرسئ لپاره له بیلابیلو ډيجيټل وسیلو کار اخلي، چې په هغې کې ډيسکټاپ او ليپټاپ کمپيوټری، ګرځنده او ځيرک ټليفونونه، ټيبليټ او نورې لاسي وسيلی لکه ای پاډ، ډيجيټل کتابونو لوستونکي او لوبو وسیلی شاملی دي، خو څيړنی ښيي چې د ګرځنده ټليفون او ټبليټ له لارې انټرنېټ ته لاسرسی مخ پر لوړه او د کمپيوټر او ليپټاپ له لاری لاسرسی مخ پر ټيټيدو دی.

خو، هغه ماشومان چې د ګرځنده وسيلې (ټليفون/ټبليټ) له لارې انټرنېت کاروي د والدينو يا وليانو محدود څارنی له کبله د آزار له لوړ تهدید سره مخ وي، همداسې دا ماشومان نسبت نورو ته انټرنېټ ډير کاروي او په پراخو فعاليتونو کې دخيل او لوړ شمېر آنلاین مهارتونه لري.

ځيرک ټليفونونو له لارې انټرنېټ ته لاسرسی ګټی هم لري. لکه ليرې پرتو کليو او ټولنو ته د دې وسيلو له لارې تعليمي خدمتونه هم برابريدلی شي. همداسې ماشومان کولای شي د دې وسيلو له لارې يو بل سره ونښلي او په تعليمي او زده کړييزه فعاليتونو کې برخه واخلي. دا د هغو ټولنو لپاره په ځانګړي ډول ګټور دي چې دوامداره په حرکت کې وي لکه کوچيان يا هغوی چې د جګړو یا طبعي آفاتو له کبله بې ځايه شوي وي.

لیکنه: قدرت الله هېوادپال

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button