د زندان خاطرې! / څلورمه برخه

قاري توریالی تائب

(زندان که د څارونوالانو او قاضیانو کاروبار؟)
عوض کاکا د لغمان ولایت اوسیدونکی و، په عمر پوخ خو مټې یې مظبوطې او له اوسنيو ځوانانو څو چنده قوي او زړور شخص و.
د غربت او نیستۍ له امله یې ډېر سخت او ستړي کار ته ملا تړلې وه، غرونو کې به یې ډبرې ماتولې او بیا به یې په ګاډیو کې بارولې او خرڅولې.
یوه ورځ یې له ځان سره بارود هم را اخیستي او د غرۀ په طرف روان دی، تر څو د غرۀ هغو کلکو ډبرو ته انفجار ورکړي، چې ماتؤل یې د دوی له وس او توانه بهر دي.
خو نوموړی لاره کې د اربکیانو له قطار سره مخ کیږي، هغوی د دوی موټر دروي او تلاشي کوي یې، چې د عوض کاکا په موټر کې بارود پیدا کیږي، عوض کاکا ته یو وحشي اربکی مخ را اړوي او ورته وایي:
په دې بارودو باندې څه کوې؟
عوض کاکا ورته وایي، تیګې پرې ماتوم او بیا یې بازار کې خرڅوم.
اربکی چې فول نیشه هم و، په قهقهه خندا سره خپلو نورو وحشي ملګرو ته امر کوي، چې سپینږیری کاکا ونیسي او ښه یې ووهي.
اربکیان د سړک په منځ کې د سپینږیري اکا پر وهلو شروع کوي، د سیمې ټول خلک ورته راجمع دي، خو هېڅوک هم د دې جرئت نه لري، چې دغو وحشیانو ته ووایي، چې دا کاکا موږ پیژنو او د تیګو کار او بار کوي.
عوض کاکا ورته وایي چې موږ دا اجازه له قومندانۍ اخیستې، تر څو د بارودو په واسطه ځینو کلکو منطقو ته انفجار ورکړو.
خو خبرې یې څوک نه آوري، عوض کاکا په وهلو، وهلو بې حسه کیږي او بیا د رېنجرې باډۍ ته اچول کیږي او مرکز ته انتقالیږي، له هغه ځایه بیا د کابل ریاست ۱۷ ته راؤړل کیږي او بیا پلچرخي ته…
خلاصه دا چې د عوض کاکا پوره دوه کاله په پلچرخي کې تېریږي، خو نه یې د محکمې درک لګیږي او نه یې څوک پوښتنه کوي، اولادونه یې کشران او بې سرپرسته دي، آن تر دې چې د پلار په نه شتون کې سوال ته اړ کیږي او عوض کاکا دلته بندي خانه کې بې سرنوشته پروت دی. له دوو کلونو وروسته یې محکمه دائریږي او عوض کاکا ته محکمه برائت ورکوي، چې سړی بې ګناه دی او د بارودو د وړلو جواز لري.
خو سربېره پر دې هم عوض کاکا نه خوشی کیږي. یو کال بعد یې دویمه محکمه دائریږي، دویمه محکمه هم برائت ورکوي، اما عوض کاکا بیا هم نه خوشی کیږي. تر دې چې د عوض کاکا څلور کاله په جیل کې تېریږي، خو د سرنوشت پته یې نه لګیږي.
بلآخره یې یو کلیوال ملاقات ته راځي او عوض کاکا ورته وایي، چې زما غمه وخوره!
هغه یې په دې شرط په دوسیه پسې کار شروع کوي، چې که له زندانه را خلاص شوې، هغه قیمتي ځمکه به دې پر ما په ارزانه بیعه خرڅوې!
عوض کاکا مجبوري او د وخت فرعونیانو دومره ځورولی، چې دې کار ته هم اماده کیږي.
هغه کلیوال یې درې زره ډالره رشوت تېروي او عوض کاکا له څلورو کلونو او ۷ میاشتو زندان تېرولو وروسته خوشی کیږي.
د زندان خاطرې ډېرې دي، نور بیا…

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button