د هیلمند د اوبو پرسر د ایران او افغانستان جنجال

عبدالباري جهاني

په دې وروستیو ورځو کي د ایران جمهورریس ابراهیم رییسي، هغه هیواد ته د هیلمند د اوبو د نه رسېدلو او یا په کافی اندازه د نه رسېدلو له امله داسي وینا کړې ده چي د افغانستان اسلامي اِمارت مشرانو ته د اخطار لهجه یې درلوده؛ او په افغانستان کي هم رسمي مقاماتو او هم لیکوالانو، مبصرینو او ژورنالیستانو د هغه د وینا په مقابل کي توند غبرګون ښودلی دی. د ایران جمهورریس چي یو پوه سړی او سیاستمدار دی باید چي په خپلو خبرو کي د الفاظو د انتخاب په برخه کي له احتیاط څخه کار اخیستی او د افغانانو توندو عکس العملونو ښودلو ته یې زمینه نه وای برابره کړې
د هیلمند د اوبو پرسر د دواړو هیوادونو تر منځ اختلاف ډېره اوږده سابقه لري. دا جنجال د امیرشیرعلی خان ۱۸۶۸-۱۸۷۸ له زمانې څخه، چي د انګرېزانو هیات د ایران او افغانستان ترمنځ پوله وټاکله او د خپل معمول شیطانت سره سم یې داسي حکمیت او قضاوت وکړ چي نه ایران او نه افغانستان ورڅخه راضي سو او دواړه هیوادونه ځکه قناعت کولو ته مجبور ول چي د انګرېزانو حکمیت یې مخکي له مخکي منلی وو.
بالاخره د اعلیحضرت محمدظاهر شاه په وخت کي، له دوهمي نړۍ والي جګړې څخه وروسته، ایران، د هیلمند له اوبو څخه د ګټي اخیستلو په منظور، یوه بین المللی حکمیت ته غاړه کېښوده او د هغه بین المللی حکمیت د فیصلې نتیجه دا سوه چي افغانستان به په ثانیه کي ۲۶ میتره مکعبه اوبه ایران ته خوشي کوي. په هغه وخت کي افغانستان د هیلمند پر رود باندي بندونه نه وه جوړ کړي او ډېر زیات وخت به ایران ته تر ټاکلي سوي اندازې زیاتی اوبه ورتللې او ایران موافقه کړې وه چي تر اندازې زیاتو اوبو د ترلاسه کولو په صورت کي به افغانستان ته پیسې ورکوي.

کله چي پر هیلمند باندي د کجکي بند تأسیس سو او لا وروسته پرله پسې وچ کالۍ هم راغلې نو اېران ته د تلونکو اوبو اندازه هم کمه سوه او د ایران د کرني ډیري زیاتي مځکي شاړي سوې. له هغه وخته وروسته دې جنجال بیرته زور واخیست. هیڅ صدراعظم د دې جنجال حلولو ته زړه نه ښه کاوه یا یې د حلولو جرأت نه درلود. تر څو چي د ظاهرشاه د پاچهی وروستي صدراعظم موسی شفیق د دې جنجال بشپړ حلولو ته ملا وتړله. په ۱۳۵۱ هجری شمسي کی د ایان صدراعظم عباس هویدا افغانستان ته سفر وکړ او دا موضوع حل سوه. ایران موافقه وکړه چي د بین المللی حکمیت د پخوانۍ فیصلې سره سم به په ثانیه کي ۲۶ میتره مکعبه اوبو قناعت کوي.
وروستیو وچ کالیو یوازي ایران نه دی ځپلی. افغانستان ښايی تر ډیرو زیاتو هیوادونو د وچ کالۍ له امله زیانونه لیدلي وي او د سیمي ډیرو نورو هیوادونو ته یې هم زیانونه رسولي دي. ایران باید له حوصلې څخه کار اخیستی وای او د اوبو د حقابې په برخه کي یې طبیعی شرایط او مجبوریتونه په نظر کي نیولي وای. دا چي د افغانستان ځینی مبصرین، پرته له دې چي په موضوع خبر وي، وايی ایران د هیلمند په اوبو کي هیڅ برخه او حق نه لري او یا وايی که ایران د هیلمند په اوبو کي حق لري نو افغانستان هم د ایران په تېلو کي حق لري، هسي بېځایه تبصرې دي.
په عمومي صورت ویلای سو چي، د هیلمند د اوبو د مسلې او په دغو اوبو کي د ایران د حق په برخه کي، د افغانستان د اسلامی اِمارت اوسنی دریځ، چي د خبرو له لاري یې د مسلې د حلولو غوښتنه کړې ده معقول او پر ځای دی. خدای دي وکړي چي ځیني بې مسوولیته او ضمناً د هیوادونو تر منځ د حقابې له موضوع څخه بې خبره کسان دا موضوع خرابه نه کړي. او د اسلامي اِمارت د اوسني دریځ معقول ملاتړ وکړي.

په لنډ ډول ویلای سو چي د رودونو له اوبو څخه ګاونډی هیوادونه په خپله اندازه د ګټی اخیستلو حق لري. څوک دا نه سی ویلای چي هیلمند د افغانستان له غرونو څخه سرچینه اخیستې او د دغه هیواد په غرونو او شېلو کي بهېدلی دی نو ګواکي ټول مِلکیت یې هم د افغانستان دی او بل څوک له هغه څخه د ګټي اخیستلو حق نه لري. دحقابې موضوع یوه بین المللی مسله ده او دغه علت دی چي د ایران او افغانستان ترمنځ د دعوې د فیصله کولو لپاره بین المللي حکمیت ته اړتیا پیدا سوه او هغه هیأت هم د ټولو شرایطو په نظر کي نیولو او دې موضوع ته په کتو سره چي هیلمند د افغانستان رود دی خپله فیصله وکړه او ایران ته یې په ثانیه کي د ۲۶ میتره مکعبه اوبو حق ورکړ. خدای دي وکړي چي دا ځل هم دا جنجالي موضوع د خبرو او سولي له لاري حل سي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button