ایران وايي په کجکي کې اوبه شته!

په کجکي کې د اوبو شتون (که هر څومره وي) افغانستان ایران ته د ۸۲۰ میلیون متر مکعب حق آبې په ورکړه نه مکلفوي. ځکه د هلمند معاهدې پر بنسټ د ایران حق آبه هغه وخت په نورمال کچه (۸۲۰ میلیون مترمکعبه) ورکول کېږي چې د هلمند سیند په ټوله حوزه کې ۶.۵ میلیارد متر مکعبه باران وشي. یعنې د ایران حق آبه د اورښت په تناسب محاسبه کېږي نه په کجکي کې د اوبو د اندازې پر بنسټ.
دا چې سږ کال وچکالي ده او د اورښت کچه تر ۶.۵ میلیارد متر مکعب لږ ده نو د وچکالۍ د شرایطو پر بنسټ د ایران حق آبه هم د وچکالۍ د جدول مطابق ورکول کېږي. چې د ۸۲۰ میلیون متر مکعب څخه لږ ده. دا چې سږ کال کمال خان کې اوبه نه دي زېرمه شوې او ګود زرې ته هم نه دي اړول شوې نو په تېرو میاشتو کې ایران ته د پروسږ کال پرتله ډېرې اوبه تللې دي. همدا لامل و چې یوه میاشت وړاندې ایراني چارواکي د اوسنیو حاکمانو څخه ډېر خوښ او راضي و.
دا چې ولې د ایران اوبه نه بس کېږي، لامل یې دا دی چې دوی هلته ۱۲۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه پراخه کړې. د همدې ځمکې د کار لپاره ګڼ شمېر خلک د نورو سیمو څخه دې سیمې ته ګډوال شول. له همدې کبله د ایران د اوبو اړټیا د نفوس د ډېرېدو او کرنې د پراخېدو له وجهې ډېره لوړه شوې او که حق آبه هم د نورمالو شرایطو په اندازه ورکړل شي، بیا هم د ایران اړټیا نه پوره کېږي او دوی به نورې اوبه وغواړي. د دوی ستراتیژیک هدف دا دی چې معاهده لغو شي او بیا په نویو خبرو کې ډېره پیمانه اوبه وغواړي.
افغان لوري ته په کار ده څو زر تر زره د اوبو د تحویلۍ دری ګېجونه، که هر څومره مصرف پرې راځي، جوړ کړي څو ایران ته اوبه په حساب ورکړل شي!
محمد عاصم مایار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!