ړانده دموکراتان او عیسی خان

10623833_710692888999016_4116600453099200543_o

ليکوال: محمدالله تبسم

 

زه دا دوه ورځې فکر کوم چې د افغاني دیموکراسۍ لارویان د ژوند په کوم ناکامه او.بې عقله ډډه ژوند کوي. عیسی خان وویل چې ما شپږ طالبان ووژل. او دوی ورته نو د پيسو او مډالونو بوجې خلاصه کړه.
ددوی دا کار څو خبرو ته زماپام اړوي

اول: دیوه سرباز وظیفه همدا ده چې په کوم ځای کې بريد رامنځته شي . نو دی یې باید مخه ونیسی. عیسی خان که رښتیا هم همداسې کړي وي نو کوم نوی کار یې نه دی کړی بلکې خپله وظیفه یې سرته رسولې او له دولت نه یې معاش په همدې اخیسته. کنه دولت که معاش یا مزد نه ورکولای بیا صحیح وه.

دویم :د افغاني دموکراسۍ لارویان له خپلو عساکرو د خپلې وظیفې د سرته رسولو کومه طمعه نه لري. او چا چې خپله وظیفه تر سره کړه نو ددوی په فکر هغه د امتیاز خاوند دی.

دریم: دوی د خپل عادت له مخې غر په پر پټوي. هغه داسې چې ددوې په فکر خو عیسی خان د امتیاز او ستایلو وړ دی. خو هغه امنیتي ځواکونه چې له مخکې د حملې د شنډولو وظیفه ورسپارل شوی. هغوې خپله وظیفه تر سره نه کړه. د هغوی غر د عیسی خان د پر تر شا پټ دی.

څلورم: د افغاني دموکراتانو مورال ډیر ضعیف دی. هغه داسې چې طالبان په کابل کې حملې طرحه کوي. او بیا همدا طالب راځي دلته حمله کوي . او دوی چې ددې حملې حمله کوونکي په ختمولو له توقع زیاته خوشحالي ښیي .دا داسې ده  لکه د یو چا  کور ته چې څوک ورواوړي .د کور غړو ته یی سپکاوی ورواړوي .او د کور والا هغه سړی له منځه يوسي. نو د کور والا ته د خوشحاله کیدو جواز نشته. باید خفه شي چې داسې څه ولې راپیښ شول.د هغې علت باید و لټوي.
خو دوی بیا په خپل کور ته د راوښتي سړي په ختمولو له توقع زیاته خوشحالي ښايي.

پنځم: د افغاني دموکراسۍ عساکر ډیر بې ادبه او غیر نورمال انسانان دي. بیلګه یی عیسی خان دی. د همدې دموکراسې رسنیو دده خبرې ټولې نه شوی نشرولی. ما یې ویډیو کتله نو په بعضی ځای به یې دده خبرې بندې او ټون اواز کیښود. ځکه ده هغه په پښتنه اصطلاح پوچ ویل. او یو سالم انسان هیڅکله هم پوچ نه وايي.

زه افغاني دموکراسي ځکه کاروم ځکه چې دا یوه نوی دموکراسي ده.

يادونه:هره ليکنه د ليکوال خپل نظر دی د عزم توافق ورسره شرط نه دی،عزم يوازې اسلامي او ملي مقدساتو ته زيان رسوونکي مطالب او ليکنې نه خپروي.تاسو هم کولای شئ چې موږ ته خپلې لېکني د  اړيکې  له لارې راولېږئ.
دعزم اداره

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button