پاکستان کې د سختي ګرمۍ له امله د مړو شمېر ۷۸۲ تنوته لوړ شوی

پاکستاني چارواکي وایې د سند ایالت په مرکز کراچۍ او شاوخوا سیمو کې د سختي ګرمۍ له امله د مړو شمېر ۷۸۲ تنو ته لوړشوی، په روغتونو کې بیړنۍ حالت اعلان شوی او ډاکټران د ګرمۍ وهلو کسانو په درملنه بوخت دي.
هلته د تودیخي اندازه د (44 ͦc) څخه تر (46 ͦc) پوري ښودل شوي.
په سند ایالت کې ددې سختي ګرمۍ درې ورځي پوره شوي اونن څلورمي ورځي ته داخلیږي، یوازي تېره ورځ سه شنبه په کراچۍ ښار کې ۳۱۱ او شاوخوا سیمو کې ۲۴ تنه ګرمۍ وژلي دي.
په کراچۍ کې شاوخوا ۲۰ میلیونه انسانان ژوند کوي، دغه ښار د څښاک د اوبو او برېښنا له کموالي سره هم مخامخ دی چې په ایالتي او مرکزي حکومت کې یې اختلافونه هم راټوکولي دي.
عبدالله مدثر