که طالبان راغلل!؟/ خوشال درانی لړۍ (۱)

ليکوال: خوشال درانی
له ډیرو افغانانو په ځانګړې ډول ځوانانو سره دا اندېښنه ده، که چېرې طالبان راشي، نو له عامو افغانانو او ځوانانو سره به څه کوي؟
غواړم په دې لیکنه کې خپل نظر ووایم، زما نظر چې دی، طبعاً د کوم لوري نمایندګي نه شي کولای. روانو حالاتو ته په کتو او د طالبانو د مخکنیو اعلامیو اړوند خپل نظر وایم.
طالبان به په دوو حالاتو کې هېواد ته راځي او په هېواد به واکمن کېږي. داچې له اوسني حکومت سره به سوله کوي او یا خو به اوسنی حکومت سقوط کوي. که چېرې یې سوله وکړه، له ځینو په اصطلاح سرو کرښو به طالبان هم تېرېږي او حکومت هم. په دې غوښتنو کې به هغه غوښتنې نه وي شاملې، چې د اسلام مبارک دین سره په ټکر کې وي.
که چېرې اوسني حکومت سقوط وکړ او طالبان په بشپړ ډول واک ته ورسېدل، نو بیا به هم ځینې شیان مني او ځینو نه به تېریږي. طالبان غواړي دا ځل له نړیوالې ټولنې سره اړیکې ولري تر دې چې د امریکا په ګډون د اسیايي، اروپايي او افریقايي هېوادونو سره ښې ډيپلوماټيکې اړیکې ولري. د طالبانو وروستي دريځونه او په تېره دیپلوماتیک خوځښتونه یې دا خبره کره ثابتوي.
ښکاري چې طالبان د ښځو زده کړې، بشر حقوق، رسنیو ازادي او ځینې نور مدني حرکتونه هم مني او د ټولنې له پاره يې ضرورت ګڼي.
که طالبان راغلل!
اوسني حکومتي چارواکي: زموږ زیاتو خلکو سره دا اندېښنه ده، که چېرې طالبان راشي، نو له اوسنیو حکومتي چارواکو سره به څه ډول معامله کوي؟ دوی به ټول وژني؟ له هېواده به یې بهر وتلو ته اړ کوي او که ټول به په کور کینوي؟
د نړۍ په تاریخ کې به داسې نه وي شوي، چې د یوه نظام له منځه تلو او د بل نظام په راتګ دې د هغه پخواني نظام ټول چارواکي وژل شوي وي. د اوسني نظام زیات لوړ پوړي چارواکي بهر دي او له دندو د پای ته رسېدو سره سم له هېواده تللي او هغه هېواد کې بېرته مېشت شوي، چې د کوم هېواد تابعیت یې درلود. که چېرې طالبان راشي، نو د اوسني نظام زیات او ټولو چارواکو ته به عفوه کوي او په نظام کې به یې ځان سره شریکوي.
ملي اردو: د ملي اردو عسکرو سره دا اندېښنه زیاته ده، که چېرې طالبان راغلل، موږ سره به څه ډول معامله کوي؟ ځينې د کښته کچې ځوان طالبان په اصطلاح دوی ټول مرتد او له دین څخه وتلي بولي، خو مشران طالبان بیا پوهیږي چې هیواد اردو ته اړتیا لري.
که چېرې طالبان راغلل، نو هغوی هم ملي اردو او پوځ ته اړتیا لري او د هېواد ساتلو له پاره له اسمانه څوک راکوزلی شي، هغوی به مجبور وي، چې د همدي روزل شویو ځوانانو څخه ګټه واخلي او د هېواد دفاع له پاره په ګډه کاروکړي.
ملي پولیس: ملي پولیس هم د هېواد د کورني امنیت ساتلو له پاره ډېر مهم دي او طالبان مجبور دي، چې د ښارونو او ولسوالیو امنیت له پاره ملي پولیس ولري. زموږ د هېواد هغه ځوانانو سره دا اندېښنه ډېره وي، چې هغوی په نظامي برخه کې دندې ترسره کوي. هغوی تل دا وايي، که چېرې طالبان راشي، نو موږ به ټول ووژني.
نوربیا…