طالبان:زموږ سياسي فعاليت یوازې تر سياسي دفتر پورې تړلی

news-1373373133-8748

(عزم : چهارشنبه، ٣ چنګاښ ۹۴ ل)

په هغه اعلاميه کې چې طالبانو دخپل سياسي موقف د روښانولو په موخه خپره کړې ده په کې راغلي چې د طالبانو سياسي استازيتوب يوازې د دوی سياسي دفتر کولی شي او نور هر څوک چې په هره نامه کوم سياسي فعاليت کوي د طالبانو استازي نه دي.

په اعلاميه کې راغلي چې اسلامي امارت د سیاسي چارو لپاره د سیاسي دفتر په نامه تشکیل لري، چې تر اسلامي امارت پورې د اړونده ټولو داخلي او خارجي سیاسي چارو مسولیت ور سپارل شوی، له کوم وخت راهیسي چې سیاسي دفتر جوړ شوی له هغه را په دیخوا بل هېڅوک ددې صلاحیت نه لري .
اعلاميه زياتوي چې طالبان هيچا ته په شحصي توګه په کومه موضوع کې د طالبانو د استازيتوب اجازه نه ورکوي او که هر سياسي حرکت تر سره کيږی اجازه يې سياسي دفتر ورکوي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په ګڼو نړېوالو کنفرانسونو کې د طالبانو سياسي استازو د سياسي دفتر د پلان له مخې ګډون کړی او طالبان وايي چې له دې لارې غواړي چې خپل نظريات او پيغامونه په خپله ژبه د نړۍ غوږونو ته ورسوي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button