طالبانو د چهار درې ولسوالۍ د نیولو مستنده ویډیو خپره کړه(انځوریز)

طالبانو دکندزپه ولایت کي دخپلو وروستیو بریاو په اړه چي دچهار درې ولسوالي يې نیولې مستنده ویدیو خپره کړې ده.

په ويدیو کي ښکاري، چي طالبانو په چهار دره کي دملي اردو، پولیسو او اربکیانو ترټولو سخت او قوي مرکزونه نیولي دي.

په دغې نوي ويدیو کي دچهاردرې  دولسوالی مرکز ښودل کیږي، چي دطالبانو تر ولکې لاندي دي او په ګڼ شمېر کي وسله وال طالبان پکي موجود دي.

44

دکندز دچهار درې  ولسوالۍ دنیولو په مهال دطالبانو له لوري زیات شمېر  عسکر نيول شوي دي، چي په ویدیو کي دنیول شویو عسکرو عکسونه او صحنې ښودل کیږي.

55

په نشر شوې و يدیو کي ښکاري، چي طالبانو په چهار دره ولسوالۍ کي په زیات شمېر کي درندې او سپکي وسلې، ټانګونه، رنجر، سراچې موټر او نور ګڼ پوځي مهمات نیولي دي،چي طالبان يې په مرسته تر ډیره وخته دګډ حکومت په ضدجګړې کولای شي.

77

تیره ورځ ددشت ارچی ولسوالۍ تر نیولو وروسته دپارلمان یوشمېر غړو غوښتنه وکړه، چي بایداعلان وشي، چي دوی دچهاردرې ولسوالۍ بیرته نیولې ده، ترڅو ددغو ولسوالیو سقوط دهیواد په نورو سیمو اغېزه ونه کړي.

دولت دپارلمان دغړو په غوښتنه نن دچهاردرې دولسوالۍ دبیرته نيولو ادعا وکړه.

دکندز دبریاوو په اړه دغې نوي ویدیودګډ حکومت دا ادعا چي دچهاردرې ولسوالۍ يې نیولې بې بنسټه ثابته کړه.

وسله والو طالبانو نن دیوه بیان په ترڅ کي هم دچارواکو دا ادعا رد کړه، چي ویلي وو،  دچهاردرې ولسوالۍ يې بیرته نیولې ده.

په سیمه کي عیني شاهدان او دویدیو صحنې ښيي، چي وسله وال طالبان دچهاردرې ولسوالۍ په مرکز او اړوندوسیمو کي حضور لري او سيمي يې په بشپړه توګه تر ولکې لاندي دي.

دکندز دچهاردرې او دشت ارچي ولسوالۍ په داسي مهال نیول کیږي، چي په دې وروستیو کي وسله والو طالبانو خپل عملیات ګړندي کړي او دهیواد په بېلابېلو سیمو کي يې یوشمېر ولسوالۍ نیولي او ګڼې ولسوالۍ يې دسقوط له ګواښ سره مخ کړي دي.

۹۹

تیره ورځ په ولسي جرګه تر برید  وړاندي ګڼ شمېر استازو له امنیتي وضعیته خپله اندېښنه وښودله اوويې ویل، چي په زیات شمېر کي ولسوالۍ دسقوط له ګواښ سره مخ دي.

دتخار دخلکو استازي قدرت الله ذکی وویل، چي په کندز کي دچهاردرې او دشت ارچي تر نیولو وروسته اوس دتخار دخواجه غار ولسوالۍ او نوري پراخي سیمي دسقوط له ګواښ سره مخ دي.

دلوګر استازي عبدالوکیل وویل، چي ددغه ولایت دازري ولسوالۍ چي له ډیري مودې راهیسي کلابنده ده دسقوط له ګواښ سره مخ ده.

تیره ورځ په ولسي جرګې تر برید وړاندي استازو په امتیازي وخت کي په کندز او نورو ولایتونو کي دطالبانودپرمختګونوپه اړه خپلي  اندېښنې څرګندولې، خو دوی خبر نه وو، چي طالبان په کابل کي له ګڼو امنیتي کمربندونو څخه تیر شوي او خپله پارلمان ته یې ځانونه رسولي دي.

په پارلمان دتیري ورځي بې ساری ډله ييز برید په داسي مهال ترسره شو، چي معصوم ستانکزی ددفاع دوزیر په توګه پارلمان ته ور پيژندل کیدو، چي له برید سره دپارلمان غونډه ګډه وډه  او استازي او معصوم ستانکزی له سیمي تيښتي ته اړ شول.

د لاندي ورکړل شويو لینکونو له لاري کولای شي  تازه ویډیو مخامخ وګورئ

 
FLV:ډاونلوډ لپاره
 
Mobile MP4:د کتلو لپاره
Mobile MP4:د ډاونلوډ  لپاره
Mobile 3GP:د کتلو لپاره
Mobile 3GP:د ډاونلوډ لپاره

عادل خپلواک

Show More

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button