بې لاسو چينايي په پښو کانکور ازموينه ورکړه او بريالی شو
(عزم : چهارشنبه، ٣ چنګاښ ۹۴ ل)
د چين په سچوان ايالت کې د پنګ په نامه يو زده کوونکي چې دواړه لاسونه یې نه درلودل د کانکور امتحان ورکړ او په لوړو نومرو بریالی شوی دی چې اوس نوموړي ته د دغه هيواد دپوهنتون دروازې خلاصې دي .
د سيمه ایزو رسنيو د مالوماتو له مخې نوموړي له ۷۵۰ نومرو څخه ۶۰۳ نومرې اخيستي او د انجينرۍ پوهنځي ته کامياب شوی دی. د خبر له مخې ياد زده کوونکی اوس شل کاله عمر لري خو د شپږو کالونو په عمر کې د يوې ناروغۍ له امله له دواړو لاسونو څخه محروم شوی و.
د پنګ کورنۍ وايي چې نوموړی غواړي يو ښه انجينر شي او له کمپيوټر سره ځانګړې علاقه او مينه لري.
دغه پېښه چيني فيسبوک کاروونکو په ټولنيزه رسنۍ فيسبوک کې ډېره ګرمه کړی او پنګ يې ستايلی دی او نوموړی يې د چين اتل بللی.
عبداللطيف نظيف