کابل حکومت نیول شوې ولسوالۍ بېرته نیولای شي؟

خط اول

طالبانو له تېر کوچني اختر وروسته په ټول هېواد کې د ولسوالیو سقوط ته کار ووایه. اوس هره ورځ له شلو پورته ولسوالۍ سقوط کېږي. د سقوط شویو ولسوالیو ډېره په شمال کې ده؛ خو په لوېدیځ، سویل، مرکزي افغانستان، ختیځ او سویل ختیځ کې هم د ولسوالیو سقوط پیل شو. د حکومت امنیتي ادارې لا هم د ځینو ولسوالیو سقوط نه مني؛ بلکې کله کله د «تکتیکي شاتګ» خبره ومني.

تر نن ورځې په ټول هېواد کې له سلو پورته ولسوالۍ سقوط شوې. په ځینو ولایتونو کې یوازې مرکزونه له حکومت سره دي او ولسوالۍ یې ټولې د طالبانو له لوري سقوط شوي. طالبانو روانه اوونۍ د هېواد ځینې مهمې ستراتیژیکې سیمې هم ونیولې. ځینې هغه سیمې یې تر لاس لاندې راغلې، چې د ګڼو ولایتونو او ولسوالیو لارې پرې تېرېږي. په حکومت یې دغه لارې هم وتړلې او اوس به حکومت مجبوره وي، چې اکمالات د هوا له لارې وکړي.

د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو روانه اوونۍ ګواښ وکړ، چې نیول شوې ولسوالۍ به ډېر ژر له طالبانو ونیسي. لا هم معلومه نه ده چې طالبان به پاتې څومره ولسوالۍ سقوط کړي او تر بلې اوونۍ به یې شمېر څو ته ورسوي؛ خو که حکومت د هرې ولسوالۍ په نیولو یوه ورځ وخت واخلي، نو نیول شوې ولسوالۍ به بېرته په څو میاشتو کې ونیسي. فکر نه کوم چې حکومت به نیول شوې ولسوالۍ په داسې اسانه ونیسۍ؛ ځکه طالبانو له هرې ولسوالۍ بېلابېلې وسلې، رینجرې، ټانګونه، ډیسي توپونه او نور وسایل نیولي دي او دغه چاره ورسره د نورو سیمو په سقوط کې ښه مرسته کولای شي.

د ولسوالیو، پوستو او سیمو د سقوط وروسته د حکومت د زوال بله برخه د عسکرو تسلیمي ده. اوس هره ورځ د پوستو، ولسوالیو، امنیه قومندانیو، قرارګاوو او نورو برخو کې پراته عسکر له مقاومت پرته تسلیمېږي. تسلیم شوي عسکر له ځانونو سره چې څه لري ټول د طالبانو په واک کې ورکوي.

په ټولنیزو رسنیو کې کله کله داسې ویډیوګانې خپرېږي، چې د حکومتي عسکرو لوی ـ لوی کتارونه په ډله‌ییزه توګه طالبانو ته تسلیمېږي. طالبان تسلیم شوي عسکر ښه نازوي. د لارې د کرایې سربېره یې خوشې کوي او هغه عسکر چې تسلیم شي، بېرته بیا د حکومت لیکو ته نه ورګرځي. هغوی ته د حکومت ناځواني معلومه شوې او دا هم ورته غنیمت ښکاري چې ونه وژل شي او بېرته سلامت خپلې کورنۍ ته راورګرځي.

د ولسوالیو د پرله‌پسې سقوط وروسته اوس د ملېشو او پاڅونوالو په نامه ځینې ډلې بیا راپورته شوي دي. د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په ښکاره وویل، چې ملېشو او پاڅونوالو ته به پوره امکانات ورکوي، خو یوازې دې دوی د طالبانو پر ضد جګړه وکړي. دغه ملېشې په ښکاره«د نظام ساتنې او د عسکرو د ملاتړ په نامه» راپورته شوي، خو تر شا یې پخواني جنګي جنایتکاران، د حزب وحدت، جنبش او جمعیت لوړپوړي کسان دي. یادو کسانو د روسانو له وتلو وروسته په ټول هېواد کې د پاټکونو، کورنیو جګړو، د «مړي د نڅا»، له هلکانو سره د ودونو، د خلکو د بې‌عزتۍ، د ناموسونو د لوټولو، غلاوو او د قومي، سمتي او ژبنیو جګړو بنسټ اېښودنکي دي او اوس بیا غواړي چې د امریکا له وتلو وروسته بیا هماغه زړې تجربې تکرار کړي او خپلې ملېشې بیا جوړې کړي، چې حکومت یې د هر ډول مرستې ډاډ او ټټر ورته وهي.

طالبان ۲۵کاله مخکې همداسې حالت راپورته کړل او د کندهار له نیولو وروسته یې ټول افغانستان ونیو. خو ننني طالبان د ۲۵کلونو مخکې طالبان نه دي. دوی اوس ښې تجربې لري او زرګونه داسې سرسپارلي جنګیالي لري چې دغه ملېشې به یې په مخ کې هېڅ مقاومت ونه‌شي کړای. حکومت د دې پر ځای چې واقیعتونه ومني، په لوی لاس افغانستان یوې بلې کورنۍ ته جګړې ته ورټېل وهي. د ملېشو او پاڅونوالو د هرې بربادۍ مسوولین به اوسني ځینې سیاسیون، اشرف غني، د امنیتي ادارو مشران او هغه کسان وي چې د دغه ملېشو ملاتړ کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button