ګوګل:نریندر مودي د نړۍ تر ټولو احمق لومړی وزير دی

377896-moodi-1437694704-725-640x480

ګوګل(عزم: جمعه،۰۲ زمری،۹۴) په نړيوال جال (انټرنيټ) کې تر ټولو مهمې او سترې پلټونکې ويب پاڼې ګوګل د نړۍ د لسو احمقو لومړي وزيرانو ليست خپور کړی چې  په سر کې يې د هند لومړی وزير ريندر مودي انځور او نوم ښکاره شوی دی.

د ګوګل مسؤلينو ويلي چې په انټرنېټ کې (The Most Stupid Prime Ministers In The World’) پايلو وښودله چې   د احمق لومړي وزير او د نړۍ تر ټولو احمق وزير اعظم  نوم د د هند دلومړي وزير ريندر مودي نوم ترلاسه کيږي.

په دغه ليست کې د لسونورو هېوادونو لومړي وزيراعظمان هم ياد شوي چې  د تايي لينډ لومړی وزير  Abhidit Vejjaiva په دوهم او د نيوزلينډ لومړی وزير John Key په دريمه درجه احمق لومړي وزيران ګڼل شوي دي.

عبداللطيف نظيف

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button