څېړنه:د فيسبوک زيات استعمال د کوچنيانو په اعصابو بده اغېزه کوي

Facebook-Safety-for-Kids2 (1)

اوټاوا (عزم: جمعه،۰۲ زمری،۹۴) په کاناډا کې  د يوې څيړنيزې ادارې په يوه تازه  راپور کې ویل شوي چې په ټولنيزو ويب پاڼو(فېسبوک،ټوېټر،انسټاګرام،ويچاټ،وټساپ ،انسټاګرام او ګڼ شمېر نورو) کې د ورځې له دوه ساعتونو څخه زياته موده بوختېدل د کوچنيانو او تنکيو ځوانانو په ذهني سيستم بده اغيزه کوي،او په انسان کې د زړه تنګۍ او په اعصابو د بوج رنځونه پيداکوي.

د څېړيوونکو په وينا مور او پلار ته په کار دي چې د خپلو بچیانو په ښه توګه څارنه وکړي او هغوی پرېنږدي چې ډېر وخت  د ټولنيزو ويب پاڼو په استعمال کې تېر کړي. او ددې پر ځای دې سپورت او نورو بوختياوو ته متوجه کړي.
څېړونکو ويلي چې ټولنيزې شبکې يوازې د دغو  کوچنیانو په روغتيايي وضعيت نه مګر ددوی په زده کړو هم بده اغيزه کوي او توجه يې ترې اړوي.
د څېړنې د راپور له مخې په يوه سروې کې ترلاسه شوي مالومات ښيي چې له ۱۳ څخه تر ۱۹ کالونو پورې هغه ځوانان چې ټولنيزو شبکو (فيسبوک او ټوېټر) ته لاس رسی لري له نورو هغو نه چې یادې شبکې نه کاروي په ذهني توګه کمزوري دي چې له نورو هغو نه په زده کړه کې هم پاتې دي.
د څېړوونکو په وينا هر شی ښه او بد اړخونه لري خو د کورنيو مسؤلينو او مشرانو ته په کار دي چې دخپلو کوچنیانو دښې رهبرۍ له پاره کار وکړي چې له هرشي څخه مثبته فايده ترلاسه کړي.
فيسبوک چې په ۲۰۰۴ زيږديز کال کې د امريکا دپوهنتون يوه محصل مارکزبرګر ددې له پاره رامنځته ته کړ چې د انټرنېټ له لارې به د پوهنتون محصلين يو له بل سره په اړيکه کې وي.
خو دغه شبکه اوس دومره عامه شوه چې د نړۍ په ميلونونو انسانان ورڅخه استفاده کوي.
په افغانستان کې هم ددغې شبکې استعمال تر ډېرو هېوادو نسبتاً زيات بريښي او هر لوستی او نالوستی ،کوچنی او ستر دغې شبکې ته لاس رسی لري خو دلته یې ډېر کم خلک د مثبتې استفادې له پاره استعمالوي،او ډېری ځوانان يې يوازې د خپلو انځورونو د شريکولو او ساعت تېرۍ او نورو عبثو  بوختياوو له پاره استعمالوي.
عبداللطيف نظيف

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button