د بادغيس ولايت سلګونو اوسېدونکو د دولت خلاف لاريوون کړی

n00066388-b

قلعه نو(عزم: جمعه،۰۲ زمری،۹۴)د هېواد په شمال لوېديځ بادغيس ولايت کې په سلګونو تنو اوسېدونکو د يو لاريوون په ترڅ کې  د دولت سياست وغنده او د څو ساعتونو له پاره يې د هرات ـ بادغيس لويه لاره د ترافيکو په مخ وتړله.
لاريوون کوونکو په دغه ولايت  د دولت د امنيت په نه خونديتوب،په دغه ولايت کې د بيارغاونې په نشتوالي ، د برېښنا په نه شتون، او په دولتي ادارو کې د اداري فساد په يادولو سره ويل چې دولت دغه ولايت ته لازمه پاملرنه نه ده کړې.
لاريوون کوونکو تېره ورځ له سهار اتو بجو څخه د بادغيس ولايت په مرکز قلعه نو کې راټول شوي وو او تر ماسپښين يې د هرات ـ بادغيس لار د ترافيکو په مخ تړلې وه.
لاريوون کوونکو ويل چې(( په تېرو ۱۴ کالونو کې دغه ولايت ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې او محروم پاتې شوی،او دګوتو په شمار څو پروژې هم په کې نه  دي تطبيق شوي او ترڅنګ يې ددغه ولايت امنيت ورځ تر بلې خرابيږي)) .

د لاريوونکو کوونکو په وينا بادغيس ولايت په داسې حال کې له برېښنا څخه بې برخې  ده چې ددغه ولايت په ګاونډي ولايت هرات  کې پريمانه برق شتون لري او ويلي دي چې ددغه ولايت د خرابو سړکونو له امله په زرګونو تنه د ترافيکي پيښو قربانیان شوي دي..

لاریوونکونو خبرداری ورکړ که چېرته دولت زمونږ غوښتنې وانه وري او د دغه ولايت امنيتي او ټولنيزو چارو ته پاملرنه ونه کړي تر دې زيات لاريوونونه به وکړو.

بادغيس د هېواد يو له هغو ولايتونو څخه ده چې ډېر وخت ترې د ناامنو خبرونه راځي خو د اقتصاد د پرمختګ او بيا رغونې په اړه کوم خبر نه لري.

خو د بادغيس د ولايتي شورا غړی رئيس بهاء الدين قادسي وايي چې د بادغيس ولایت اوسيدونکې په حقه دي او رښتيا هم چې دوی ته کوم د پام وړ خدمت نه ده شوی نو ځکه يې د دولت خلاف اعتراضونه جدي دي .
نوموړي وويل چې مونږ څو ځل ددغه ولايت والي او نورو مسؤلينو ته ددغه ولايت دخلکو ستونزې وړاندې کړي چې بايد د نا امنۍ د له منځه وړلو، بيارغونې، دسړکونو د قير کولو چارې بشپړې کړې خو د ولايت د مسؤلينو په وينا دوی وايي چې زمونږ خبرې ته څوک په پلازمینه کابل کې غوږ نه ږدي او له مرکز څخه له مونږ سره مرسته نه کيږي.
عبداللطيف نظیف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!