ترکیې په شام کې د داعش مرکزونه بمبار کړل

ترکیه (عزم: جمعه،۰۲ زمری،۹۴)
د ترکیې په سرحدي ښار سوروچ کې د داعش له لوري د سرتیري برید نه وروسته ترکیې پریکړه وکړه چې په سوریه کې دننه د داعش ډلي پر مرکزونو هوایي بریدونه پیل کړي .
په همدې آساس تېره شپه ۳ بجو او ۱۲ دقیقو د دیار باقر ولایت نه ایف-۱۶ جنګي الوتکې پورته او په سوریه کې یې د داعش په مرکزونو ۴ځله بریدونه ترسره کړل. ویل کیږي چې جنګي الوتکې یو ساعت او ۱۲ دقیقې په هوا کې د پاتې کیدو نه وروسته د سهار په ۴ بجو او ۲۴ دقیقو بیرته د دیارباقر په هوايي دګر کې راښکته شوې.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترکیې د کلیس ولایت د سیوا د کلي مقابل لوري ته په سوریه کې د هاوار په کلي کې د داعش په دریو هدفونو ۴ بریدونه ترسره شول.
دا عملیات د هیواد د صدارات ماڼۍ کې د جوړ شوي کودیناسیون د مرکز او ستر درستیزوالۍ د حرکاتو د ریاست لخوا اداره کیدل.
د هوايي عملیاتو په اړه څرګندونې د صدارت ماڼۍ د کوردیناسیون د مرکز لخوا وشوې.
په څرګندونو کې راغلي چې د ترکیې وسله والو ځواکونو د هیواد د لومړي وزیر په مشرۍ د جوړې شوې بیړنۍ امنیتي غونډې د پریکړې په اساس د ملي امکاناتو او ظرفیتونو نه په استفادې سره د سوریې په خاوره کې د داعش په هدفونو هوايي عملیات ترسره شول. پدې عملیاتو کې ۸ داني ایف-۱۶ جنګي الوتکو ګډون کړی وو او یو ساعت او ۱۲ دقیقې یې دوام وکړ. د عملیاتو په ترڅ کې د مخکې نه تثبیت شوي د داعش دوې قرارګاوې او یوه د غونډې نقطه په نښه شوي دي.
د څرګندونو کې په پای کې راغلي چې د ترکیې جمهوري دولت د ملي امنیت نه د دفاع په خاطر ټول لازم تدابیر نیولي او هر ډول ګامونو پورته کولو ته چمتو ده .