د مسلم لیګ حکومت د ترهګرۍ په نوم پښتانه وژني!

پاکستانی لیکوال :  عصمت الله زهیر

هسي هم په سیاسي توګه د جناح په هیوادکي د پښتنو سره د قامولۍ او سیالۍ په سر ډېري ټوکي سوي دي خو دا روانه ټوګه ( ضرب عضب ) د پښتنو د نسل کشۍ او تباۍ یوه جدي ټوکه ده :

د خاوري او پړوني سره د سپکاوي او بې وفاۍ ټوکه ده :

دا اوس چي په پاکستان کي د ترهګرۍ او ترهګرو په نوم د پښتنو په سیموکي د ( ضرب عضب) په نوم کوم پوځي عملیات روان دي له هغه په ډېره آسانه دا جوتیږي چي د نواز شریف مسلم لیګي  حکومت او پنجابی پوځ د یوې سیکې دوه رخه دي :

ترهګري او ترهګر مسلم لیګ او پوځ دا ډول تعریفوي ، چي د پوځ د زور واکۍ او ادارې په خلاف ږغ پورته کول  هم ترهګري ده او هرهغه څوک د ترهګرو په ډله کي راځي چي په پاکستان کي د زور ور قوت ( سټبلشمنټ) یا د پنجاب د حاکمیت په خلاف کوم  مشکل پېښوي  یا یې مخالفت کوي .

د پاکستان پوځ دا مهال پر څو مختلفو سنګرونو مصروف ساتل سوی دی ، د هندوستان سره پر پوله پرلپسې توګه پوځي نښتي هره ورځ رامنځ ته کیږي، په وزیرستان کي ( د القاعده او طالب ترهګرو په نوم ) د ملت پالو شملورو ، پر خاوره مینو پښتنو جنازې هم ونسوې ، خپل جاسوسي جال یې دومره خور کړو چي د پښتنو د نسل، جغرافیه ، او کلتور ریښې یې ورباندي وریبلې :

ټول هغه ږغونه یې خاموش کړو چي د زور ورو انسانیت شرمونکي ظلمونه یې افشا کول .

پاکستاني میډیا باندي د وزیرستان د پوځي عملیاتو په اړه چي کوم خبرونه او راپورونه نشروي هغه د زور ورو په خصوصي اجازه خپروي ، خپلواکه میډیا هیڅ وزیرستان ته د ورتلو اجازه نلري :

بلوچستان ایالت کي د بلوڅو وطن غوښتونکو سره د ( خپسګي ) په بڼه اخته دي هم دغه بڼه یې اوس په کراچي کي خپله کړې ده :

پوځ ( في الحال) نه غواړي چي و ځان ته د هغه پښتون ملت پالو ، روښنفکرو سنګرهم  خلاص کړي چي په جنوبي پښتونخوا کي د پښتون ملي تحریک اساسي سیاسي هدافو پلویان دي او ډیورنډ کرښه نه منو، پښتونستان زموږ حق دی ، لراوبهر یو افغان خپله خاوره خپل اختیار، باندي د ایمان تر بریده عقیده لري او په جار، جار په افغانستان کي د پاکستان ناروا مداخلت او غلچکي بریدونه غندي :

د پاکستان استخباراتي او پوځي ادارو ته دا د سرو زرو مرغۍ چي د ترهګرۍ په خلاف په لاس ورغلې ده او اوس خو د ترهګرۍ په تور یو کس چي ونیول سي بې محکمې د ۹۰ ورځو لپاره استخباراتي ادارې یې د ځان سره د تحقیق په پلمه ساتلی سي چي اکثریت تر ۹۰ورځو  و هم نه رسیږي .

د سیاسي شنونکو د اندیښنو پر اساس داسي نخښي لیدل کیږي چي د جنوبي پښتونخوا روښنفکره او ملت پال کله هم د استخباراتي ادارو د جبر نخښه ګرځیدلی سي خو په دې ګناه کي د بلوچستان اوسني ایالتي حکومت شریک پښتون ملت پال ګوند او د دې ګوند مسولین به هم پوره ګنهګار وي .

په شمالي وزیرستان کي د پوځ له اړخه اکثر  چاڼیز عملیات ( ټارګټ آپریشن) تر سره سوي دي او د هر هدفي عملیات وروسته د پوځ د ترجمان له اړخه دا ویل سوي دي :

( غټ هدفونه مي لاس ته را وړل او د افغانستان د حکومت مي جدي غوښتنه کړې ده چي د ترهګرو پټ ځایونه د منځه یوسي هم په د ې اړه د افغانستان سره مسلسل په رابطه کي یو ) :

د افغانستان پر سیاسي پېښو او چارو نظر لرونکي دا ډول بیانونه او تګلاره د پاکستاني سټبلشمنټ دوه مخیتوب نوموي ، پاکستان د نړیوالو ذهنونه ګمراه کوي ، یو داسي تاثر وړاندي کوي چي پاکستان د ترهګرو پناه ځای نه دی نه پاکستان ، افغانستان ته د ورانکاریو لپاره ترهګر استوي ، بلکې پاکستان په خپله د ترهګرۍ سره لاس او ګریوان پاته دی ، د ترهګرو ځاله په افغانستان کي ده !

د هم دې ترهګرۍ په ضد د جګړې په نوم پښتون وژني هم یې په اوږدو ، اوږدو کتارو کي کښېنولي دي راشن پر تقسیموي !

افغانستان له پنځو لسیزو ( په خصوصیت سره د ۱۹۷۸ء د ثور انقلاب وروسته ) کله هم د پاکستاني سټبلشمنټ له شرارتونو او ورانکاریو تر اوسه محفوظ پاته نه دی :

د ۲۰۰۴ء کلونو را وروسته د پاکستاني سټبلشمنټ څېره داخل په افغانستان کي قهریدلې هم د منافقت اوج ته رسېدلې ځکه ښکاري چي هندوستان په افغانستان کي د بیا رغوني کارونو ته جدي پاملرنه وکړه او دا پاکستاني سټبلشمنټ د ځان لپاره د خطر وروستی ږنګ وپامولو :

دا یو واقعیت دی پاکستاني سټبلشمنټ داخل په افغانستان کي ځان ته زیات نفوس په بیلو، بیلو بڼو روزلی دی ، د جنوبي افغانستان د کندهار د قومي مشرانو، سیاستمدارانو، پوهانو ، عالمانو او منورینو په وژنو کي د خپلو هم دغو روزونکو نسخې وکارولې :

کندهار ناآرام  ساتل یوازي د مافیا ډلي په ګټه نه دی، دا د پاکستان اساسي هدف او اقتصادي پلان دی چي کندهار تر هغو د کورنۍ جګړې په وینو او لمبو کي راګېر وساتي ترڅو پاکستان ته هم هغه سفارتي آسانتیاو زمینه مساعده او د بیا رغوني په چارو کي هغه مرعات ورته حاصل سي کوم چي هندوستان ته ورکول سوي دي هم هغه بلوڅ وسلوال پاکستان ته وسپارل سي کوم چي په سپین بولدک او کندهار کي استوګن دي .

د مسلم لیګ حکومت اوس هم د افغانستان په اړه ( ۱۹۹۷ء دنواز شریف  حکومت تګلاره، چي د سکریپ په نوم یې د افغانستان ټانکونه او طیارې د کباړي په توکو رانیول )  د دوه مخیتوب سیاست پلي کوي :

د ۱۹۹۷ء په کلونو کي پنجابي ژورنالسټ مجیب الرحمان شامي ( په عسکري او تخریبي فعالیتونو چي جنرل ضیاالحق، جنرل اختر عبدالرحمان ، کرنل امام او جنرل حمیدګل افغانستان او افغانانو ته څومره تاوانونه ور واړول د ژورنالستي تبلیغاتو په وسیله هم دومره ستر تاوانونه مجیب الرحمان شامي ورته پېښ کړل ) له نواز شریف څخه وپوښتل :

په حیث د پاکستان موږ په افغانستان کي په دا در و لسیزو کي څه لاس ته را وړل او څه مي د لاسه ورکړو ؟

نواز شریف په جواب کي ورته وویل :

د بایللو خبره به هیڅ نه یادوې موږ د افغانستان څخه دومره سکریپ ( زړې اوسپني ) در لاسه کړې چي د پاکستان له پنځوسو کلونو تړلي کارخانې به سل کاله ورباندي چالان پاته وي !

د مسلم لیګ اوسنی حکومت چي د پنجابي بالادستي په منځنۍ اسیا کي پلي کول یې مهم هدف دی او په منځنۍ اسیا کې د واکمنۍ او بدمعاشۍ په لاره کې تر ټولو ستر خنډ افغانستان دی نو ځکه په افغانستان کي کورنۍ جګړه توده ساتل او په وزیر ستان کي د ترهګرۍ په نوم د پښتنو وژنه خپلو ناولو ګټو ته اړینه پاموي .

په درنښت: عصمت الله زهیر

———————————

له نوښت ویب پاڼي نه په منني ….!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button