محمد خالد الحنفي: د اسلامي امارت د مشرتابه فرامين پلي او د ولس سرښندنې هېرې نکړئ

عزم (پنجشنبه، ۲/۶/۱۴۰۲): د امر بالمعروف نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد الحنفي نن د نورستان ولایت له عالمانو، شیوخو، امنيه قومندان، د استخباراتو ریاست مسوولینو، د لیوا مسوول، ولسوالانو او امنيه قومندانانو سره وکتل.
ښاغلي الحنفي په دغه کتنه کې له یادو مسوولینو غوښتي، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرامينو پلي کولو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي، د ولس سرښندنې هېري نکړي او پرمخ یې خپلې دروازې باید خلاصې کړي، څو د ولس ستونزې حل شي.
د امر بالمعروف نهې عنالمنکر وزارت مسئولینو په حکومتي او ولسي چارو کې د همغږۍ ډاډ څرګند کړ او وې ویل چې په ټولنه کې به د سمون او ښهوالي لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.
په پای کې محمد خالد الحنفي د دغه نظام د دوام او بقاء لپاره د هڅو پر تر سره کولو ټینګار وکړ.