د اسلامي امارت مشرتابه د نیمروز له ولایتي مسوولانو او علماوو سره کتلي

عزم(یکشنبه، تلې دویمه، ۱۴۰۲): د اسلامي امارت مشرتابه عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله تېره پنجشنبه نیمرزو ولایت ته پر سفر تللی و.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د هغه ولایت له ولایتي مسوولانو، د علماوو شورا له غړو، جهادي څېرو، د محکامو له قاضیانو او یو شمېر ولسوالو سره ناسته کړې ده.
په یاده غونډه کې امیرالمؤمنین حفظه الله هراړخیزه او علمي وینا واورله. نوموړي مسوولان له ولس سره مهربانۍ، شفقت او د هغوی ستونزو ته د رسېدنې په موخه راوبلل. عالیقدر امیرالمؤمنین له مسوولانو غوښتل چې خپلو چارو ته دې لا پاملرنه ډېره کړې.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره د لیدنې په موخه راغلو شیخانو هم د غونډو برخوالو ته پر پوهنې، قضا، اطاعت او د خلکو ستونزو ته د رسېدنې اړوند ویناوې وکړې.
مشرتابه د ولایتي مسوولانو ستونزې او مشورې واورېدې او د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
یاده دې شي چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له دې مخکې د کندهار د عینو مېنې له ۳۵۰ بستریز روغتون لیدنه کړې وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button