برېښنا شرکت: د پېرودونکو د زیاتوالي له وجې پرچاوي زیاته شوې
عزم(یکشنبه، تلې دویمه، ۱۴۰۲): د برېښنا شرکت مسوولان مني چې په کابل او ولایتونو کې د برېښنا پرچاوي زیاته شوې، خو له بلې ځوا یې د بدیلو لارو د موندلو ادعا هم کوي.
شرکت مسوولان زیاتوي چې په دې وروستیو کې د برېښنا پېرېدونکي د پخوا په پرتله زیات شوي، نو همدا سبب دی چې د برېښنا پرچاوي زیاته شوې. دوی وایي چې د دې ستونزې د حل په موخه یې له ترکمنستان څخه نوی د ۵۰۰ کیلو واټو برېښنا لین راتېر کړی او همدارنګه یې له کورنیو سرچینو هم تر ۷۱۰ میګا واټو پورې برېښنا ترلاسه کړې ده.
یاده دې شي چې په دې وروستیو کې د کابل ګڼ شمېر اوسېدونکي د برېښنا له بې خرته پرچاوۍ سرټکوي. دوی وایي چې داسې وخت هم راځي چې په ۲۴ ساعتونو کې شپږ ساعته برېښنا هم نه لري.