مجاهد: افغان مېرمنې د غرب حقوق نه غواړي

عزم(یکشنبه، تلې دویمه، ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بېنېټ د ورستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغان مېرمنو ته یې اسلامي حقونه ورکړي او دوی د لویدیځ له حقوقو نټه کوي.
وړمه ورځ، ریچارډ بېنېټ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۷۸مه غونډه کې ویلي و چې ګوندې افغان مېرمنې له لومړنیو حقونو بې برخي دي، له خپل راتلونکي ناهیلي او د اسلامي امارت له بد چلند سره مخ دي.
مجاهد د بېنېټ د خبرو په ځواب کې ویلي چې غرب دې موږ ته حقوق نه تعریفوي. موږ خپلو مېرمنو ته د حقوقو پر ورکړې ژمن یو او دا خپله فریضه ګڼو.
ده وړاندې ویلي چې د افغان خویندو عزت او ابرو ورته مهمه ده او ددې مسالې ساتنه یې کړې ده.