امارت دې د توکمپالنې منکراتو ته پاملرنه وکړي

رحمت الله فیضان
په قومونو او نژادونو باندي د ټولني ویش په اسلام کې یوه طبعي مسله ګڼل کیږي. قرانکریم دا حالت د نسلونو تر منځ توپیر ګڼلی دی: اى خلقو! بېشكه مونږ تاسو له يوه سړي او له یوې ښځې پیدا كړي یئ او مونږ تاسو څانګې او قبیلې ګرځولي یئ، د دې لپاره چې تاسو یو بل سره وپېژنئ، بېشكه د الله په نیز په تاسو كې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دى۔، بېشكه الله ښه پوه، ښه خبردار دى. (حجرات ۱۳).
لکه څنګه چې له دې آیت څخه معلومه شوه چې اسلام توکم نه، بلکي توکم پالني ته اجازه نه و رکوي دا ځکه چي د قبیلې پالنه د عصبیت ذهنیت را منځته کوي.
اعرابو د جاهلیت په زمانه کې چي به کله په کومه قبیله مصیبت راغی نو د خپلي قبیلې غړو ته به یې د مرستي بلنه ور کوله او هغوی به هم پرته له دې چي د د لیل په لټه کې شي د خپلي قبیلې مرستي ته ور دانګل او دخپلې قبیلې د افرادو د ساتنې لپاره یې عدالت او صداقت معیار نه ګڼل، بلکې د وینې پیوند ورته کافي وو نو له همدې امله کله چې به د عربو قومونو تر منځ جګړه و نیښته د دواړو خواوو تر منځ به پریمانه ویني و بهېدې او ترمنځ به یې دښمني او کرکه لا پسي غښتلي او خپره شوه، په دواړو غاړو کې به د کرکې او غچ اخیستلو حرص غښتلی شو.
له بله پلوه قرآن کریم د رنګونو او ژبو توپیر د ارزښتونو په جوړښت کې د خدای له آیتونو څخه ګڼلی دی الله فرمایي:
او د هغه له نښو ځنې د اسمانونو او ځمكې پیدا كول دي او ستاسو د ژبو او ستاسو د رنګونو اختلاف (بېل والى) دى، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د عالمانو (پوهانو) لپاره (روم ۲۲)
په اسلام کې د فضیلت معیار تقوی دی، توکم ، نژاد، ژبه او مقام د غوره والي معیار نه دی. مسلمان بايد له نژادي او قومي تعصب څخه ډډه وکړي او د الهي لارښوونو له مخې ټول مسلمانان له یو بل سره وروڼه ګڼي.
همدا راز په اسلام کې د ګډو معنوي ارزښتونو پر اساس ورورولي تر بيولوژيکي ورورګلوۍ څو چنده پياوړې او ارزښتناکه ده ، د نړۍ په هر ګوټ کې چې ژوند کوي، په هر قوم او قبیله پوري چي تړلي وي، په هره ژبه چي خبري کوي، له هر جنس څخه چي وي او هر ډول اقتصادي وضعیت چي لري بیا هم مومنان سره وروڼه دي او باید د ورورګلوي دغه پیوند له یو بل سره په مینه او احترام غښتلی کړي.
افغانستان له یو له هغو هیوادونو څخه دی چي متعدد قومونه، ژبې او بیلا بیل کلتورونه لري د دغو قومونو ترمنځ قوې اړیکې د دین او هیواد په محور جوړې شوې وې، په خپلو منځو کې یې سولیز، آرام او هوسا ژوند کړی د باطل او یرغلګرو په وړاندي په واحد صف کې دریدلي او خپل دین او هیواد یې ساتلی دی.
خو بد بختانه څه کم نیمي پیړۍ جګړۍ او بهرنیو تجاوزونو په دې هیواد کې د نورو ملي بنسټونو ترڅنګ د ولسونو او قومونو ترمنځ بیل والی او نفرتونه هم را و ټوکول او یوه ستره فتنه یې را منځته کړه. دې فتنې د سرطاني تومور په څیر د افغانانو په بدن کې یې ریښې و زغلولې او د هر قوم توکمپالونکي خپل قومي توکمپالنه ملي او د نورو توکمپالنه بیا ملي خیانت ګڼل.
په تیرو دوو لسیزو کې چي کله افغانستان د غربیانو لخوا اشغال شوی وو د هر قوم او قبیلې متعصبو او توکمپالو روڼ اندو او لیکوالانو د افغانستان تاریخ داسي د زهرجني قوم پالني پر بنسټ لیکلی چې ناوړه اغېزې به یې نه یوازې نننی نسلونه بلکې راتلونکی نسلونه هم مسموم کړي.
په دې برخه کې د بهرنیو استعمارګرانو ناپاک لاسونه له پامه غورځول کیدی نشي. د دې هېواد تاریخ ښه شاهد دی چې نړیوالو امپریالیستانو او سیمه ییزو بدمرغیو په افغانستان کې د قومونو د تفرقې په ټینګولو کې مهم رول لوبولی ، ژبني، سمتي، قومي او داسې نورو بد مرغیو په را منځته کولو کې یې مخربانه کردار ادا کړی دی.
نن چي الحمد لله هیواد آزاد شوی استعمارګران او اشغالګران او د دوی مزدوران شړل شوي او ټولي استخباراتي ځالي ړنګي شوې دي، د حکومت او ملت واک مو تر لاسه کړی، د دعوت او اصلاح ټول امکانات مو په لاس کې دي نو اړینه ده چي تر هرڅه لومړی د قومي، ژبنی، او سمتي منکراتو په له منځه وړلو کې رغنده او عاجل ګامونه واخیستل شي تر څو خپل ولس او ملت له دې مهلک سرطان څخه وژغورو او خپل وروڼه قومونه یو ځل بیا سره یو ځای او پر یو ټغر را ټول کړو.