اوکراین: په کریمیا کې د دوو روسي جنرالانو په ګډون مو ۹ پوځیان وژلي

عزم: (دوشنبه،د تلې ۲مه،۱۴۰۲): په کریمیا کې د روسیې د تور سمندرګي بېړیو پر مرکز له برید یوه ورځ وروسته، اوکراین د دغه هېواد د دوو جګپوړو پوځي چارواکو په ګډون د څو روسي پوځیانو د وژلو او ټپي کېدو خبر ادعا کړی دی.
د راپورونو پر بنسټ، د اوکراین ځانګړو ځواکونو د سې شنبې په ورځ (سپتمبر ۲۳مه) ادعا کړې چې د ارزونو له مخې د جمعې ورځې په برید کې دوی ۹ سرتېري وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي.
هغوی وایي چې د سرهنګ الکساندر رومانچوک روغتیايي حالت «ډېر جدي» دی او سپهبد اولیګ تسکوف هم بې هوښه دی.
رومانچوک په زاپوریژیا سیمه کې د روسي ځواکونو د یوې ډلې قوماندان دی او تسکوف د روسیې د ناواګان ۲۰۰ ځانګړو سمندري ځواکونو قومندان دی.
سرچینې د شنبې ورځ د روسیې د فدراسیون د تور سمندرګي قوماندان ویکتور سوکولوف د مړینې راپورونه نه دي تایید کړي، ویلي چې د اصلي مرګ ژوبلې په اړه نورې څیړنې روانې دي.
خو بلخوا، د روسیې دفاع وزارت د جمعې په ورځ ادعا کړې چې په کریمیا کې د روسیې د تور سمندرګي د بیړیو پر مرکز د اوکراین د توغندیو په برید کې یوازې یو سرتېری وژل شوی دی.
د سیواستوپول ښار په تور سمندر کې د روسیې د بیړیو اصلي اډه ده.