د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ؛ نیوزلینډ بنګله دیش او انګلستان ایرلینډ ته ماتې ورکړه

عزم (یکشنبه، ۲/۷/۱۴۰۲): له نړیوال جام وړاندې هم د کرکټ میدانونه ګرم دي.
تازه د کیریبین لیګ سلسله تر پایلوبې رسېدلې، ګالف کرکټ ټي ټوینټي چمپینشیپ پیل شوی، د هانګ کانګ، پي اېن جي او مالیزا ترمنځ درې اړخیز سیریز روان دی، ایشین ګیمز کرکټ سیالۍ پیلېدونکي دي او په یو وخت کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو درې لوبلړۍ هم دوام لري.
د دغو لوبلړيو په سلسله کې پرون انګلستان د ایرلینډ پر وړاندې او نیوزلینډ د بنګله دیش په مقابل کې بریالي شول.
د لومړۍ لوبې پچه ایرلینډ وګټله او انګلستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، چې دغه پریکړه بریالۍ نشوه، ځکه مقابلې لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ ویکټو په زیان سره ۳۳۴ منډې وکړې.
دوی ته ویل جیکس ۹۴، سم هاین ۸۹ او بین ډوکیټ ۴۸ زیاتې منډې وکړې.
ایرلنډ ته ډوکریل ۳ او کریګ یانګ ۲ ویکټې واخیستې.
په ځوابي لوبه کې د ایرلنډ ټوله لوبډله ۴۶.۴ اورونو کې په ۲۸۶ منډو وسوځېده او لوبه یې په ۴۸ منډو وبایلله.
ډوکریل ۴۳، میکرټي ۴۱ او یانګ ۴۰ ډیرې منډې وکړې.
انګلستان ته ریحان احمد ۴ او سکریمشو ۳ ویکټې واخیستې.
د لوبې غوره لوبغاړی ویل جیکس وو.
په دوهمه لوبه کې نیوزلینډ بیا بنګله دیش ته په ۸۶ منډو ماتې ورکړه.
نیوزلینډ لومړۍ توپوهنه وکړه او په ۴۹.۲ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۲۵۴ منډې جوړې کړې.
بولینډل ۶۸، نیکولس ۴۹ او سودهي ۳۵ زیاتې منډې وکړې.
بنګله دیش ته خالد احمد او مهدي حسن ۳،۳ ویکټې واخیستې.
بنګله دیش ورکړل شوی هدف پوره نکړ او ټوله لوبډله یې په ۴۱.۱ اورونو کې د ۱۶۸ منډو له جوړولو وروسته وسوځېده.
محمودالله تر ټولو ډيرې ۴۹ او تمیم اقبال ۴۴ غوره منډې وکړې.
سودهي ۶ او جامیسون ۲ ویکټې واخیستې.
د لوبې غوره لوبغاړی سودهي و، چې ۱۰ اورون کې یې ۳۹ منډې ورکړې وې او د یو میډن اور ترسره کولو ترڅنګ یې ۶ توپوهونکي اوټ کړي وو.
باید وویل شي چې نن به د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ هم دوهمه یو ورځنۍ لوبه ترسره شي.