نایجریا کې د پوهنتون له لیلې څخه ۲۴ ښځینه محصلینې تښتول شوې

عزم (یکشنبه، ۲/۷/۱۴۰۲): لسګونو وسله والو د نایجریا په شمال لویدیځ ایالت زمفارا کې د پوهنتون له یوې لیلې څخه د ۲۴ ښځینه محصلینو په ګډون شاوخوا ۳۰ کسان تښتولي دي.
د بهرنیو خبري آژانسونو د راپورونو له مخې؛ پوهنتون ته نژدې اوسیدونکو ویلي چې: د جنایتکارو ډلو ټوپکمارانو د جمعې په ورځ د یاد ایالت په پلازمېنې ګوساو کې د فدرالي پوهنتون لیلې ته ور واوښتل او د ودانیو ښيښې یې ماتې کړې.
یاد پوهنتون ته د ور څېرمه کلي سبون ګیدا اوسیدونکی موسی رویټرز اژانس ته ویلي چې اختطاف ګر په موټر سایکلونو سپاره وو.
نوموړي تائید کړې چې هغوی د وسلو پر زور ۲۴ نجونې او ۲ نارینه له ځانه سره بوتلل.
تر اوسه په پېښه کې د مرګ ژوبلې اړوند څه نه دي ویل شوی.
د نایجریا امنیتي چارواکو د څېړنو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې ډیر ژر به نجونې د مجرمینو له منګلو ازادې کړي.
باید وویل شي چې نایجریا له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې سختو امنیتي ستونزو سره مخ ده.
په دغو ستونزو کې یو هم د نایجریا شمال ختیځو سیمو کې ۱۴ کلن عسکري بغاوت هم شامل دی، چې له امله یې ۴۰ زره تنه وژل شوي او شاوخوا ۲ میلیونه خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button