د پولیو اړوند معلوماتو ورکولو مرکز پرانیستل شو

عزم: (دوشنبه،د تلې ۲مه،۱۴۰۲): ‏د عامې روغتیا سرپرست وزیر له لوري د پولیو له منځه وړلو ملي بیړني مرکز کې د پولیو په اړه د پوهاوي او د خلکو پوښتنو ته د ځواب په موخه په عصري وسایلو سمبال د اړیکو مرکز پرانیستل شو. د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د یاد مرکز د پرانيستلو پر مهال وویل چې دا مرکز د خلکو پوښتنو او اندېښنو ته په ځواب ویلو کې اړین رول لري. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دا مرکز د یونیسف په مالي او تخنیکي مرسته جوړ شوی چې د پولیو په له‌منځه وړلو کې کار کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button