امنیتي چارواکي: په ختیځ زون او څو نورو ولایتونو کې ګڼ شمېر وسلې نیول شوې

عزم (یکشنبه، ۲/۷/۱۴۰۲): امنیتي چارواکو د ختیځ زون په یو شمېر سیمو او ځینو ولایتونو کې د ګڼ شمېر سپکو او درنو وسلو له نیول کېدو خبر ورکړی.
د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو مسؤلینو ویلي، چې: منسوبینو یې د کشفي او استخباراتو راپورونو پر بنسټ د ختيځ زون ولايتونو په بيلابيلو سيمو کې د تصفيوي عملیاتو په ترڅ کې ۵۶ میله وسلې او مهمات نیولي دي.
دوی وویل شي چې په نیول شویو وسلو کې پیکاوې، راکټونه، کلاشینکوفونه، ام ۱۶، تومانچې، مارکول او ځینې نور مهمات شامل دي.
همدا راز مسؤلین ولس ته په خطاب کې وویل: که هر چا سره د بيت المال اړوند وسلې، وسايط او تجهيزات موجود وي پخپله خوښه دې مسؤلينو ته وسپاري، د سرغړونې په صورت کې بيا د شکايت حق نه لري.
په ورته وخت کې د پروان ولایتي چارواکي وایي چې کوه صافي ولسوالۍ کې یې ۱۵ عدده پرسونل ضد ماینونه او ۳۰ جوړې نظامي یونیفورمونه نیولي دي.
هاخوا په پکتیا او میدان وردګو کې له تروریزم سره د مبارزې پولیسو ویلي چې د څو چاڼیزو او کشفي عملیاتو پر مهال یې ګڼ شمېر وسلې او نظامي مهمات نیولي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!