د عامې روغتیا وزیر د یونیسف ادارې له عمومي مسؤل سره وکتل

عزم (یکشنبه، ۲/۷/۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد د یونیسف ادارې له عمومي مسئول فران سره وکتل.
دغه لیدنه چې د یونیسف ادارې د تغذیې، ټولنیز بدلون د چلند او روغتیا برخو مسئولینو هم پکې ګډون کړی و؛ پرون ترسره شوه.
په کتنه کې د یونیسف مسؤلینو د عامې روغتیا وزیر ته د خپلو فعالیتونو لنډ راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې خپل فعالیتونه به لا نور هم پراخ او چټک کړي.
بل لور ته د روغتیا وزیر وویل چې هڅه دې وشي څو خلکو ته اغېزمن، اوږدمهاله او د افغانستان د روغتیا برخې له لومړیتوبونو سره سم خدمتونه وړاندې شي.
نوموړي همداراز د یونیسف له مسؤلینو وغوښتل چې لومړني روغتیايي خدمتونه پیاوړي کړي او لیرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو رسولو په برخه کې ډېره پاملرنه وکړي.
باید وویل شي چې یونیسف د ملګرو ملتونو له لوري د ماشومانو د ملاتړ سازمان دی، چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button