ننګرهار کې د اکسیجن پلانت دستګاه جوړه او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه

عزم: (دوشنبه،د تلې ۲مه،۱۴۰۲): ننګرهار کې د اسلامي امارت روغتیايي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په سیمهییز روغتون کې د اکسیجن پلانت دستګاه جوړه او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد رحیم قلندري وایي، دغه دستګاه پرون (شنبه ۱ د تلې) ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
ښاغلي قلندري زیاتوي، پر یادې دستګاه ۱۲۵ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی چې (Jhpiego-UHI) موسېسې له لوري ورکړل شوی دی.
هغه زیاته کړې چې دغه دستګاه په یوه دقیقه کې ۲۸۳ لیټره اکسیجن تولیدوي او په ورځ کې د اکسیجن د لسو ډبو د ډکولو ظرفیت لري چې ټولو ناروغانو ته د پایپ سېستم له لارې به اکسیجن ورسېږي.