د مخکېني حکومت د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ لوا د ارکان رئیس او د شاهین قول اردو د درېیمې لوا بریدمل هېواد ته راستانه شول

عزم: (دوشنبه،د تلې ۲مه،۱۴۰۲): افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، مخکېني حکومت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ لوا د ارکان رئیس ډګروال امین الله وردګ او د شاهین قول اردو د درېیمې لوا بریدمل نصرت الله محبت له ایران څخه د دې کمېسیون له لارې هېواد ته راستانه شول.
د یادولو وړ ده چې تراوسه د افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له لارې ګڼ شمېر پخواني چارواکي هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه کمېسیون وایي چې تراوسه د تېر حکومت گڼ شمېر شخصيتونو فورمې ترلاسه کړې او په نژدې راتلونکې کې به هېواد ته راستانه شي.