غزل/ انس حقاني

موږ د سلګيو په ستړيا کې دومره دمه وکړو
اوښکې چې وچې شي، خندا له ډېره غمه وکړو
ښکلا جادو را باندې کړي تابع کړي يې یو
بیرته یې مات کړو که له مینې سل قسمه وکړو
له ډېره وخته پس مې وموندې د لارې په سر
راځه جانانه چېرته کېنو لشکي جمه وکړو
زموږ ګومان زموږ له بخته سره لاس و ګريوان
روغ لیوني شي چې له چا د خیر تمه وکړو
مایوسه ناسته، د ژوند لاره کې، د مرګ پړاو دی
پاڅه انسه چې ژوندون یو څو قدمه وکړو