امریکا کې د یوه وسله‌وال کس د ډزو په پایله کې درې تنه وژل شوي

عزم: (دوشنبه،د تلې ۲مه،۱۴۰۲): د امریکا د جورجیا په ایالت کې چارواکو ویلي چې د دغه ایالت په اتلانتا ښار کې د یوه وسله‌وال کس د ډزو په پایله کې درې تنه وژل شوي دي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه نن (شنبه د سپټمبر ۲۳مه) د یوه پلورنځي سره نژدې رامنځته شوې ده.
د دغه ایالت د چارواکو په وینا، بریدګر پر درېیو کسانو ډزې کړې او بریدګر د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
تر اوسه د دغه برید د لامل او بریدګر په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
د دغه برید په غبرګون کې د امریکا ولسمشر جوبایډن په سپینه ماڼۍ کې په یوه وینا کې د وسلو د تاوتریخوالي زیاتوالی غندلی او زیاته یې کړه چې که د کانګرس غړي د تاوتریخوالي ضد قانون له تصویبولو ډډه وکړي، نو نوي استازي د دیموکراتان او یا جمهوري غوښتونکي څخه اړتیا ده چې وټاکو.”
په همدې حال کې په امريکا کې د وسلو د پېر او پلور له امله وسله‌وال بريدونه زيات شوي او هر کال په سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړوي.
د راپورونو له مخې په تېر کال کې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې له ۵۰۰ ډېر ډله‌ییزو ډزو کې سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button