ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا شپږ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵ بېلابېلې پروژې منظورې کوې

عزم: (دوشنبه،د تلې ۲مه،۱۴۰۲): ‏د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه د تلې دوهمه نېټه) په ارګ کې ترسره وشوه. د ریاست‌الوزراء‌ اقتصادي معاونیت نن په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې وې چې له جملې یې د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور، د یوې لغوه او د دوو هغو د قراردادونو د بیا ارزونې سپارښتنه وشوه. ‏د ټویټ پر بنسټ، منظور شوې پروژې د ریاست الوزراء د ساتنې لوی ریاست، د ملي دفاع، لوړو زده کړو، ټولګټو او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو، افغان ملي بانک او کابل ښاروالۍ اړوند دي، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا شپږ میلیاردو افغانیو ته رسېږي. ‏د غونډې په پای کې د منظور شوو پروژو له جملې یې د ځینو پروژو اړوندو سکټوري وزارتونو او ادارو ته لازمې سپارښتنې هم وشوې، څو په راتلونکي کې په ټاکلي وخت خپلې پروژې د بحث او منظورۍ لپاره ملي تدارکاتو کمېسیون ته راولېږي او په دغه برخه کې ټول تدارکاتي پړاوونه ترسره کړ

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button