چین اسیایي المپیکي سیالۍ؛ افغانستان نیپال ته ماتې ورکړه!

د چین هیواد د هانګژو ښار په کوربتوب د ۴۵ هیوادونو ترمنځ اسیایي المپیکي سیالیو کې د افغانستان د رګبي ملي لوبډلې د نیپال ملي لوبډلې ته ۴۱-۰ په مقابل کې ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ په چین کې د اسیاسي لوبو په چوکاټ کې د ۴۵ هیوادونو د دوولس (۱۲) زرو او پنځه سوه (۵۰۰) ورزشکارانو ترمنځ په څلويښتو (۴۰) ورزشي رشتو کې ترسره کېږي، چې تراوسه له افغانستان څخه د ۱۵ رشتو تر ۸۰ زیاتو ورزشکارانو پکې ګډون کړی دی.

ټولو هیوادوالو ته دې دا بریا مبارک وي. او نورو بریاوو په هیله!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button