بېړنی خبر: کابل کې پر بهرنیو عسکرو چاودنه ترسره شوې

عزم / له کابل نه په تازه ورکړل شویو خبرونو کې ویل شوي نن سهار وختي دکابل ښار په پنځلسمه حوزه کې یوه قوي چاودنه ترسره شوه .خبر زیاتوي چاودنه سهار شپږ بجې شاوخوا ترسره شوې چې د مرګ ژوبلې په اړه یې ضد او نقیض راپورونه ورکول شوي

دکابل امنیتي چارواکې وایي چاودنه دمیوې په یوه باربري موټر کې دځاي په ځای شوي ماین له امله رامنځ ته شوه چې پکې دوه ملکي وګړي ټپيان شوي.

له بلې خوا دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لیږل شوې خبرپاڼه کې دبرید مسولیت منلی او زیاته کړې یې ده چې چاودنه یې پر بهرنیو سرتیرو ترسره کړې چې له امله یې بهرنیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

له تیرو دوو اونیو را وروسته دا لومړۍ قوي چاودنه ده چې د کابل ښار په زړه کې ترسره شوه ، تر دې وړاندې دوې اوونۍ مسلسل دکابل ښار د درنو چاودنو او ډلیزو بریدونو شاهد وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button