افغانستان/ عبدالاحد حماد

زه چانټه دذالجلال یم

زه دخدای له غشو ډک یم

قناعت مي ملایکوته ورکړی
انسانیت ته لاس په نام یم

په دې ځمکه خلافت دآدم غواړم
زه لرم ترهندوکش مضبوطي مټي

دشمشاد په څېر مي هسکه دننګ غاړه

په سخا کې دآمو په څېر بهېږم

بدخشان مي دښایست دغاړي هار دی
زه دلمر سکنی ورور یم

په ښایست بسیا کهول یم

زه لرمه له بدرنګو سره کرکه

زما ترستورو روڼ مزاج دی

په هر رګ کې مي توحید دی اخښل شوی

زه تک سپين یم

زه شفاف یم

لکه ستا دسترګو اوښکه

دزهرا دسترګو اوښکه

خدای مي ایښی په شیطان باندي خراج دی

دخدای غشی یم رسا ترهغو وځم

چې دخدای په ځمکه خپله خدایي غواړي
خراسان یم دمهدي دلښکر ځاله

په عیسی پسي مي کړې اقتدا ده

په ګېره کې مي راګير ښکارې دجاله

زه چانټه دذالجلال یم

زه دخدای له غشو ډک یم

قناعت مي ملایکوته ورکړی
انسانیت ته لاس په نام یم

په دې ځمکه خلافت دآدم غواړم

رښتیا څنګه ؟

په ایمان دي راته وایه

تې راښیه تې را شماره

روسان چیرته په ګونډو شول

دچنګېز لښکري څنګه تار په تار شوې

دمیوند تاریخ دي لوستی ؟

ها دننګ ټپه دي زده ده ؟

سومنات چا په ګونډو کړ

دچا راج په اصفهان وو

په ګورګين پسي دچا آسونه ځغاستل

کوم لاسپوڅي ترې بادار ته سوبه وړې
راته وایه دکابل شینکی آسمانه

نجیب څه شو روس یې څه شو
دببرک مړی دکوم ماهي خوراک شو
مکناټن له کوم ارمانه سره ومړ

راته وایه دکابل شینکی آسمانه
شاه شجاع درنه په تېښته څنګه خلاص شو
بیا دکوم لاسپوڅي مړی په دار غواړې
که خدای کړه

نو دا ارمان به دي پوره کړي

زما بل شان پرګنې دي
بس دخدای غشي نیزې دي
نه خلاصیږي نه ماتیږي

فرشتې دي فرشتې دي
واه درانه پټکي یې ځار شم
په خدای بدر یې را یاد کړ
پس له څوارلس سوه کاله  ی

دخیبر غزا انځور کړه

الفاروق دعمري حماسې نښه

زما بچو دتن په وینو تمثیل کړې
زما وِرد همېشه حی علی الجهاد دی

استهشاد مي په بچو باندي آباد دی

دهالبروک په څېر یې ډېر کړل زاره چاودي

ولچکونه یې کړل مات ترځمکه لاندي
مست آمو چې په نڅا اوړي را اوړي
بویه بیا په یرګنک دغزا ډول ته

دطالب عنبري څڼي نڅېدلي
دنګ پامیره ! دنګ پامیره !

تر واورين څادر دي ځار شم

نن خو کټ مټ لکه ملا داسي ښکارېږې
ددمشق په مناره دي نظر لګي
خدای دي مه کړه بې طالبه
داقصی سپين امامت دي مبارک شه
دایمان زړه

دقرآن زړه

یسین څومره په خدای ګران دی
دمؤمن زړګی خو آن عرش الرحمن دی
زه چې زړه دنیم جهان یم

مالومیږي په خدای ګران یم
زه سپېڅلی خراسان یم

زه مشهد دپيغمبر دصحابه وو
زما په غېږه کې ویده پيغمبران دي
زه په دین یمه زر ځله شهید شوی
هره څانګه مي په وینو لمبېدلې
دتنکۍ لور ناهيدې داغ مي په زړه دی
زهرا زما په پلاوه شوله شهيده

دشهیدي ناوي هار مي مخته پروت دی
دلونګو ونې !

چا کړې مروري

لکه ستا دزني تور خال

زما په زړه لکه غاټول خال
ستا دمړو سترګو آزار دي راپسې شي
که په تاپسي هم مړاوی نشوم یاره

دادی هسکه غاړه لاړمه ترداره

زما په خټه کې دمیني اور کرلی

په ښایست دذالجلال مي دي قسم وي

زما له غېږي عرفان اوج ته رسېدلی

 

زه چانټه دذالجلال یم

زه دخدای له غشو ډک یم

قناعت مي ملایکوته ورکړی
انسانیت ته لاس په نام یم

په دې ځمکه خلافت دآدم غواړم

بست بابا

سخي بابا

بابا ولي صاحب !

ګلابونه

زیارتونه

سیابندونه

دحمزه پاره سینه ، دبلال کړیکي
شهیدغاښ دپيغمبر، داحد کاڼي

خدایه ستا درانه حضور ته مي شفیع دي

یو وار بیا

زما امام هغه امین کړه

بیا حاکم په ما امیرالمؤمنین کړه

بیا حاکم په ما امیرالمؤمنین کړه

 

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button