کابل کي په تیرو ۱۱ میاشتو کي ۴۰۰ موټر غلا شوي

په کابل ښار کي اوس خلک له غلو څخه په امن نه دي، په یوه تازه راپور کي ویل شوي، چي په کابل ښار کي په تیرو ۱۱ میاشتو کي شاوخوا ۴۰۰ موټر دغلو له لوري غلا شوي دي.

دکابل پولیسو منلې، چي په دې وروستیو کي په دغه ښار کي دموټرو، کورونو او دوکانونو غلا ډیره شوې ده.

پولیس وايي، چي په تیرو ۱۱ میاشتو کي ۴۰۰ موټر په دغه ښار کي غلا شوي دي.

دکابل ښاريان وايي، چي په ښار کي غله دشپې او ورځي غلاوي کوي.

ښاريان وايي، چي پولیس دغلو مخه نه نیسي اوپه ځینو مواردو کي له غلو سره مرسته هم کوي.

دوی وايي، چي ډیری وخت غله تر نیول کيدلو وروسته بیرته دپولیسو له لوري خوشي شوي دي، دخلکو په وینا، چي غله له کومي ویري پرته غلاوي کوي اودپولیسو له لوري يې دمخنیوي هيڅ ډول اقدام نه کیږي.

خلک وايي، چي غله کورونو ته هم ور لویږي او خلکو ته لاري هم نیسي، دوی په دولت غږ کوي، چي ددې ستونزي مخه ونیسي، کنه نور به هم دغه غلاوي پراخي شي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button