د ترکیې زلزله کې ۲۲ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي

عزم(شنبه، ۵ سلواغه ۱۳۹۸): د ترکیې د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په دغه هیواد کې د سختې زلزلې له امله ۲۲ نفره وژلي دي.

د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو نن شنبه ویلي دي چې په دغه زلزله کې سلګونه نور ټپیان شوي هم دي.

سویلو ویلي چې په دغه زلزله کې ګڼې ودانۍ نړیدلي، داسې ویل کیږي چې ۲۲ تنه دې له ودانیو لاندې روغ راویستل شوي وي او ۳۸۲ تنه روغتونونو ته وړل شوی چې ۳۴ تنه یې په عاجل واټونو کې بستر دي.

د زلزلې مرکز د ترکیې د الازیق ولایت سیوریجه سیمه ښودل شوې چې ټول پکې ۲۲ تنه وژل شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button