Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د کډوالو چارو وزارت له یو شمېر بنسټونو سره د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل

عزم: (پنجشنبې، د سلواغې ۵ مه، ۱۴۰۲)؛ د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د ځپل‌شویو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه یې له  ۷ بېلابېلو بنسټونو سره د همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي.
د دغه وزارت مسوولانو ویلي چې د شاوخوا یونیم میلیون ډالرو په ارزښت دا تړونونه له ‘افغان ماشومانو او ښځو له تعلیمي موسسې، د خیریه بشري، د ژوند ټولنیزې، اقتصادي او پراختیایي موسسې، له پوهنې څخه د ملاتړ، اکشن اېد، راه نوین او د ناروې د کډوالو شورا’ سره لاسلیک شوي دي.
د مسوولانو په وینا، دا تړونونه به په بلخ، سرپل، بدخشان، هرات، نیمروز، بغلان، کندز او ننګرهار ولایتونو کې پلې کېږي او هلته به له اړمنو او ځپل‌شویو سره د بېلابېلو توکو مرسته کېږي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولانو دغه راز ویلي چې په دې تړونونو کې له اړمنو سره نغدي مرستې هم شاملې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button