Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ګڼو هیوادونو له سفیرانو سره کتلي

‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل کې د روسیې چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند، ترکیې او اندونیزیا له سفیرانو او شارژدافیرانو سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس پاڼې لیکلي چې ښاغلي ‏متقي له یادو هېوادونو غوښتي څو د منطقه‌محور سیاست پر مټ په افغانستان کې له فرصتونو ګټه واخلي ‏او د بالقوه ګواښونو د مدیریت په تړاو همغږي ولري.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست یووار بیا د ملگرو ملتونو لخوا د خاص استازی له ټاکلو سره مخالفت کړی او ویلي یې دي: «د یوناما په شتون او په افغانستان کې د یوه خپلواک مرکزي حکومت په موجودیت کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button