Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د عامې روغتیا سرپرست د چین له سفیر سره په کتنه کې په هېواد کې د ډاکټرانو د ظرفیتونو پر لوړولو ټینګار کړی

عزم: (پنجشنبې، د سلواغې ۵ مه، ۱۴۰۲)؛ د ا.ا د عامې روغتیا سرپرست قلندر عباد په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره کتلي او په هېواد کې یې د ډاکټرانو د ظرفیتونو پر لوړولو ټینګار کړی دی.

دا.ا د عامي روغتیا وزارت ویاند شرف زمان امرخیل پرون (چهار شنبې د مرغومي ۴ مه) په یوه پیغام کې ویلي چې دا کتنه د افغانستان د علمي او روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه ترسره شوې.

هغه زیاته کړې چې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او د تجربو د شریکولو په اړه خبرې وشوې ترڅو په راتلونکي کې چین ته سفر وکړو.

د دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي عباد د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو اړتیا ته په اشارې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو غوښتنه وکړه.
دغه راز د ا.ا د عامې روغتیا وزارت په کابل کې د چین د سفیر خبرې وستایلې او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې یې د روغتیا په برخه کې د خپل هیواد د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د یادولو وړ ده چې په یادو ناستو کې د ا.ا د عامې روغتیا سرپرست هم د جمهوريت د روغتون د بیارغونې په اړه خبرې وکړې.
تر دې مخکې د عامې روغتیا وزارت سرپرست له پاکستاني چارواکو سره په کتنه کې د ډاکټرانو د ظرفیتونو پر لوړولو او د هېواد د ساینسي کارکوونکو پر روزنې ټینګار کړی و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button